1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا د مافيا پر ضد نړيوال عمليات

۱۳۹۷ آذر ۱۴, چهارشنبه

د آلمان، ايټاليا، هالند، بيلجيم او سويلي امريکا هيوادونو پلټونکو د ايټاليا د «ندرانگيتا» په نوم سترې مافيايي ډلې د غړو د نيولو له پاره چاپي وهلي دي. د آلمان د جنايي جرمونو ادارې په حواله ډير شکمن کسان نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/39WrD
Deutschland Razzia gegen italienische Mafia
انځور: picture-alliance/dpa/C. Reichwein

په آلمان کې په نورد راين ويستفالن او بايرن ايالتونو کې عمليات شوي دي. د آلمان د جنايي جرمونو د ادارې وياندې وويل چې تر ټولو زياتې تلاښۍ په نورد راين ويستفالن ايالت کې شوي. د «بلد» ورځپاڼې په حواله په ټول آلمان کې کابو سل ځایونه چې د پيزې او آيس کريم رستورانتونه پکښې شامل دي، تلاښۍ شوي دي.

ويل شوي دي چې د دې ډلې يو شکمن مشر په همدې ايالت کې نيول شوی دی. د پوليسو يوه وياند وويل چې دا ۴۵ کلن د يوه رستورانت خاوند کولن ښار ته څيرمه په پولهايم کې له خپله کوره نيول شوی دی.

پر دغه تن تور دی چې د يوې جنايي ډلې غړيتوب لري او پر دې سربيره د کوکاينو په قاچاق کې هم لاس لري او په دې وروستيو کې د ډېر زيات مقدار کوکاينو په قاچاق کې ښايي شريک وي.

د اروپا د عدليې ادارې دا علميات تنظيم کړي ول. د ايټاليا د انسا خبري آژانس په حواله  جنوبي امريکا په يو شمير هيوادونو کې هم ورته عمليات ترسره شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د میلياردونو پيسو کاروبار

د «ندرانگيتا» ډله د ايټاليا د سويلي سيمې کالابريا تر ټولو ځواکمنه مافيايي ډله بلل کيږي. دا ډله په اروپا کې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري او په آلمان کې ډېره فعاله ده. په ۲۰۰۷م کال کې د آلمان په دويسبورگ کې مافيايي قتلونه هم له همدې ډلې سره تړاو لاره.

Deutschland | Mafiamorde von Duisburg jähren sich zum 10.Mal
یولس کاله تر مخه په آلمان کې د ندرانگيتا ډلې غړيو په مافيايي وژنو کې لاس درلودانځور: picture-alliance/dpa

ندرانگيتا د نړۍ په قوي مافيايي ډلو کې شميرل کيږي او له اوږدې مودې راهيسې د ايټاليا د سرحدونو دباندې فعاليتونه کوي. کارپوهان اټکل کوي چې دا ډله په کال کې په ټوله نړۍ کې د ۵۰ او ۱۰۰ ميلياردو يورو ترمنځ پيسو کاروبار کوي.

د امريکا د استخباراتي ادارې «ايف بي آيي» په حواله دا ډله په خپلو ۱۶۰ څانگو کې کابو ۶۰۰۰ غړي لري. ندرانگيتا د يوناني ژبی ټکی دی او معنا یې جرات او وفاداري ده. دا ډله ښايي ۱۸۶۰م کال کې هغه مهال جوړه شوې وه چې د سيسيليا يوه ډله اوسيدونکي د ايټاليا حکومت له دغه ټاپو څخه شړلي شول.

د کوسا نوسترا ډلې پر ضد عمليات

د سه شنبې په ورځ لا د ايټاليا ځواکونو د سيسيلیا د يوې بلې ډلې پر ضد کامياب عمليات وکړل. په دې ترڅ کې ۴۶ شکمن مافيايي غړي ونيول شول چې د کوسا نوسترا ډلې يو مخکښ مشر هم پکښې شامل دی. د ايټاليا پوليسو زياته کړې ده چې په دې ترتيب دا ډله هم له منځه وړل شوې ده. پر ټولو ۴۶ نيول شويو کسانو پر نورو سربيره د وسلې گرځولو، تهديد، اور اچونې او نورو خونړيو پيښو کې د لاس درلودو تور لگول شوی دی

زموږ له آرشيف څخه: