1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د پارلمان يوه غړي د ترمپ د وژلو پر سر جايزه ټاکلې

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د ايران په پارلمان کي د کهنوج سيمي استازي احمد حمزه د دغه هيواد د اسلامي شورا په مجلس کي ويلي دي چي «هرڅوک چي ترمپ ووژني» درې ميليونه يورو جايزه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/3Waj1
Iran Ahmad Hamzeh, iranischer Parlamentsabgeordnete aus Kahnuj
انځور: Icana

د فرانسې خبري آژانس د ايران د نيمه دولتي خبري آژانس ايسنا په حواله ليکلي دي چي د ايران د استازو مجلس د روغتيايي چارو کمېسيون غړي احمد حمزه د کرمان د خلکو په نمايندگي دغه وړانديز کړی دی. کرمان د سپاه پاسداران د قدس ډلي د وژل سوي مشر قاسم سليماني د زېږېدو ځای دی.

د ايران په پارلمان کي د کرمان ولايت د کهنوج سيمي دغه استازي ويلي دي: «د کرمان د خلکو په استازيتوب هغه چا ته چي د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ ووژني، درې ميليونه ډالره نغدي جايزه ورکول کيږي.»

د ايسنا په حواله هغه چي نن د ايران د اسلامي شورا په مجلس کي خبري کولې وويل: «... ټول کرمانيان د حاجي قاسم عسکر دي او که موږ ټول شهيدان سو هيڅ پروا پرې نه لرو.» خو هغه نه دي ويلي چي دغه پيسې به څوک ورکوي.

د سپاه پاسداران د قدس ښاخ قوماندان قاسم سليماني د روان کال د جنورۍ مياشتي پر درېمه نېټه د امريکا متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د عراق په پلازمېنه بغداد کي ووژل سو. ترمپ اعلان وکړ چي دغه بريد د هغه په لارښوونه سوی دی.

واشنگټن قاسم سليماني د ډيرو امريکايي عسکرو «قاتل» بللی وو. امريکايي چارواکو تر اوسه پوري د ايران پارلمان د دې غړي د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ايران بيا د سليماني د وژلو په غبرگون کي په عراق د امريکايي ځواکونو پر دوو اډو باندي توغندي وتوغولې، خو امريکايي ځواکونو ويلي دي چي په دغه بريد کي امريکايي عسکر نه دي وژل سوي.