1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ايران توغندی ته د امریکا، اسرائيل او بریتانیا غبرګون

۱۴۰۲ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د اسرائیل د دفاع وزیر د «هایپرسونیک» توغندیو د جوړولو د ایران ادعا «د درغو ادعا» وبلله او ویې چې «اسرائیل تل د مقابلې له پاره ځواب لري.» برتانيا دا اقدام «د نړیوالو محدودیتونو څخه سرغړونه او د نړۍ امنیت ته یو ګواښ» بللی.

https://p.dw.com/p/4SIeM
Iran Hyperschallrakete Fattah
انځور: IRNA

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ (د جون ۶) په خپل خبري کنفرانس کې د ایران د دې ادعا په اړه چې د «هایپرسونیک توغندي» یې جوړ کړي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه به د ادعا شوي هایپرسونیک توغندي جزئیاتو ته لاړ نه شم، خو موږ روښانه بندیزونه لګولي، تر څو په سیمه کې د ایران د اقداماتو په شمول د هغوی د توغندیو سره مقابله وکړو.»

اړوند مطلب: ايران خپل لومړی هايپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

کربي د ایران پر وړاندې د جو بایدن ادارې د بې کفایتۍ انتقاد رد کړ او زیاته یې کړه: «د بایدن حکومت په سیمه کې د ایران د بې ثباته کړنو  او د دغه هيواد توغندیو پروګرام د پراختیا پر وړاندې خورا روښانه، دقیق او پریکړنده عمل کړی دی.»

ایران د سه شنبې په ورځ د ولسمشر ابراهیم رئیس په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې «د فتاح په نوم هايپرسونیک يا له غږ څخه چټک توغندی» د جوړولو ادعا وکړه.

له دغو مراسمو څو ساعته وروسته د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په چټک غبرګون سره په ایران، چین او هانګ کانګ کې د ایران د توغندیو له پروګرامونو سره تړلې یوه شبکه تحریم کړه.

د بريتانیا غبرګون

 په همدې حال کې د بریتانیا حکومت هم د ایران دغې ادعا ته غبرګون ښودلی او د ایران له لورې د نوی توغندی جوړول یې له نړیوالو بندیزونو څخه سرغړونه او نړیوال امنیت ته ګواښ بللی دی.

اړوند مطلب: د ایران د «اټومي اوبتلونو» خطر څومره جدي دی؟

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کښې یادونه کړي چې ایران یو نوی بالیستیک توغندی هم وښودو، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ځلونو له دغه هیواده غوښتی دي چې خپل د توغنديو پروګرامونه بند کړي.

په بیانیه کې راغلي دي: «دا اقدام، یوازې څو اونۍ وروسته له دې چې ایران ادعا وکړه، چې په بریالیتوب سره یې د بالستیک توغندي په ورته وړتیا سره ازمويلی دی، د نړیوالو بندیزونه او د نړۍ امنیت ته د دغه رژیم جدي ګواښ په وړاندې د دغه هیواد د دوامداره بې پامۍ ښودنه کوي.»

د برتانيا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې هیواد یې د خپلو ملګرو سره یو ځای ژمن دی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي له پاره هر ډیپلوماټیک ګام پورته کړی دی، دا رژیم په ټوله نړۍ کې د خپلو ویجاړونکو فعالیتونو له پاره دی.

 ګالانت: اسرئیل پوهیږي چې څنګه د خپلو اتباعو ساتنه وکړي

له بلې خوا د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالانت هم د سې شنبې په ورځ په دغه هیواد کښې له یوې پوځی اډې څخه د لیدنې په ترڅ کښې د «هایپرسونیک» توغندی د جوړولو په هکله د ایران د ادعا په غبرګون کښې وویل: «اسرائیل تل حل لاره لري، چې د هغې سره مقابله وکړي.»

اړوند مطلب: د اسرائیل پر اټومي تاسیساتو د سپاه پاسداران د بریدونو ګواښ

د ټایمز آف اسرائیل ورځپاڼې په وینا، ګالانت زیاته کړه: «ما اوریدلي دي چې زموږ دښمنان د خپلو وسلو په پرمختګونو ویاړي، موږ تل د مقابلې له پاره غوره ځواب لرو. که د ځمکې، هوا یا سمندر له لارې، د دفاع یا برید له پاره وي.»

هغه په ​​​​یوه ویډیویي بیانیه کې هم ټینګار وکړ چې «اسرائیل پوهیږي چې څنګه د خپلو اتباعو دفاع وکړي او که خدای مه کړه، زموږ په وړاندې یې جګړه پیل کړي، په یوې ضربې سره به هغوی مات کړي.»

اړوند مطلب: ایران تر ځمکې لاندي له نویو بالستیک توغندیو پرده پورته کړې

د ایران د فتاح توغندي له نندارې څخه دولس ورځې مخکې د خیبر په نوم یو نوی توغندي وښودو، چې ویل کیږي دوه زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او د خرمشهر د بالستیک توغندي د نسل وروستۍ نسخه ده.

د ایران د دفاع وزیر د پرانېستې په مراسمو کښې ویلي چې د خیبر توغندی «یو نښه کوونکی» توغندی دی چې د «رادار او د دښمن د هوايي دفاع څخه د تیریدو« وړتیا لري.

DW-FZ.NZ