1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولمپیک په ژمنیو لوبو کې د آلمان له پاره د سرو زرو بل مډال

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د روسیې د فیدراسیون په سوچې کې چیرته چې د اولمپیک ژمنۍ لوبې روانې دي، د سکي آلمانۍ لوبغاړې، ماریا هوېفل ریش، د سرو مډال وگاټه. دا په دغو سیالیو کې د آلمان دوهم مډال دی.

https://p.dw.com/p/1B6yX
انځور: picture-alliance/dpa

آلمانۍ لوبغاړې ماریا هوېفل ریش د سکي د لوبې په کږ وږو لارو کې چی په مسلکي ژبه ورته «Alpine Super - Combnaition» یا «لوړه ترکیبي سکي» وایي د سرو زرو مډال وګاټه.

په نوموړو لوبو کې دا د سرو زرو دوهم مډال دی چې آلماني لوبغاړي یې ګټي. مخکې له دی فلیکس لوخ، د لوژ (luge) په لوبه کې دغسې یو مډال راخپل کړ.

هوېفل چې ۲۹ کاله عمر لري او د باوریا د ایالت په غرنۍ او واورینه سیمه پارتین کیرشن، کې لویه شوې ده، د ۲۰۱۰ کال د اولمپیک په لوبو کې هم د سرو زرو مډال تر لاسه کړی وو.

هوېفل وایي چې په لومړي سر کې هغې ستونزه درلوده. په ترکیبي سکي کې کله چې په دغې سیالۍ کې لومړی لوبی پیل شوې، هالندیانو لاس برتوب درلود، ماریا هوېفل په پنځمه درجه کې راغله. هغه وایی: «ښکاره ده چې دا یو بریالی پیل نه وو. خو زه فکر کوم چې لومړۍ سیالي زما د بریالیتوب له پاره یوه ښه تمرین وو.»

Olympia Winterspiele in Sotschi 2014 Alpin Kombination Maria Höfl-Riesch
انځور: Getty Images

په کږو وږو لارو کې د بریالیتوب له پاره هوډ

په ترکیبي سکي کې د نړۍ دغې اتلې خپل مورال له لاسه ور نه کړ. هغې د یوه نوي بریالیتوب له پاره ځان سره نوی هوډ وکړ او د سوچي په غرنۍ کږو وږو لارو کې یې پر نوي برید لاس پورې کړ. هغې د ترکیبي سکي ټاکل شوی اوږد غرنی واټن په ۲ دقیقو او ۳۴،۲۶ ثانیو کې بشپړ کړ او په دې ډول پر خپلو اتریشو سیالو، نیکوله هویسپ او امریکایي جولیا منکیوسو، باندې لاس برتوب پیدا کړ او د سر زور مډال یې وګاټه.

د یخ پر سر ځغاستې کې د هالندیانو لاس برتوب

د سوچي په ژمنیو لوبو کې د دوشنبې په ورځ هالندي لوبغاړو هم ستره توره وکړه. هغوی د یخ پر سر ځغاستو کې په لومړي کتار کې ودریدل. میشل مولدر د دغې لوبی د سرو زرو مډال وګاټه. بل هالندي، یان سمکین په دغې لوبې کې دوهم مقام تر لاسه کړ. د برونز یا د ژیړو مډال رونالد مولدر چې د میشل مولدر ورو دی وګاټه.

د اولمپیک په ژمنیو لوبو کې کاناډایانو ریکارد ټینګ کړ

د سوچي په لوبو کې د سرو زرو یو زیات شمیر مډالونه د دوشنبې په ورځ د کاناډایانو په نصیب شول. هغوی د لوبو ستر اتلان ګنل شوي دي. په لومړي سر کې چارلس هیلمن پر یخ د ځغاستې په لنډ واټن کې د سرو زرو مډال راخپل کړ. چینایي ۱۷ کلن ځوان هان تیان یو، او د سپینې روسیې لوبغاړي ویکتور اهن، د سپینو زرو د مډالونو پر گټلو بریالي شول. دا لومړی مډال دی چې سپینه روسیه یې ګټي. په ټولیزه توګه د مډالونود ګټلو له لحاظه آلمان په پنځم مقام کې ځای لري.

د اولمپیک په ژمنیو سیالیو کې به د هندوستان بیرغ پورته شي

وروسته له هغې چې د المپیک نړیوالې کمیټې د هندوستان د المپیک پر ټولنې لگول شوی بندیز لیرې کړ، اوس د هندوستان لوبغاړي د سوچي په سیالیو کې تر خپل بیرغ لاندې گډون کولای شي. د هندوستان دري لوبغاړي په دغو سیالیو کې شتون لري.

د سه شنبې په ورځ د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند، پر دې خبره ټینگار وکړ، چې هندوستان کولای شي د لوبو میدانونو ته وروگرځي. د دغې کمیټې ویاند مارک ایدمز، ویلي دي: «دغه پریکړه په دې معنی ده چې د هندوستان لوبغاړي د خپلي ملي کمیټې له پاره سیالۍ کولای شي. هغوی د پای په غونډه کې د خپل بیرغ تر شا تللی شي.»

Flagge Indien Olympia
انځور: Getty Images/Afp/Michael Kappeler

د المپیک په ژمنیو سیالیو کې د هندوستان درې تنه لوبغاړې د المپیک د نړیوالې کمیټې تر بیرغ لاندې گډون کړی دی. د دی علت دا دی چې د المپیک نړیوالې کمیټې په ۲۰۱۲م کال د دسمبر په میاشت کې د هندوستان د المپیک د ټولنې غړیتوب هغه وخت وځنډواوه، کله چې دغه ټولنې په خپلو مهمو پوستونو پر فساد تورن کسان پر دندو وگمارل.

د هندوستان د المپیک ټولنې دغه حقوق هغه بیرته تر لاسه کړل چې د یکشنبې په ورځ د المپیک ټولنې په ټاکنو کې هغو کسانو گډون نه درلود چې په رسمي توگه پرې په فساد کې د لاس لرلو تورنه وو. ناراین رام چندران، د هندوستان د المپیک ټولنې د نوي مشر په توگه ټاکل شوی دی.