1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولمپيک لوبو وروسته به سوچي څنگه وي؟

تاوبه فريدل / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ اسفند ۴, یکشنبه

د روسيې په سوچي کي د اولمپیک ژمنيو لوبو پای رانژدې سوی دی. خو پوښتنه دا ده چي دغه ژمنۍ سيالۍ به د پای ته رسېدو وروسته هم پر دغه سيمه اغېزې ولري که نه؟

https://p.dw.com/p/1BE2A
انځور: Geert Groot Koerkamp

سوچي د توري بحيرې پر غاړه پروت د روسيې هغه ښار دی، چيري چي ۳۴۰۰۰۰ انسانان ژوند کوي. د لسگونو کلنو راهيسي دغه ښار د روسانو لپاره د استراحت کولو يو مهم ټاټوبی دی. دغه ښار ته د اروپا او نوري نړۍ څخه هم هر کال يو شمېر خلک د استراحت لپاره ورځي.

دا چي د ۲۰۱۴م کال ژمنۍ اولمپيکي سيالۍ په سوچي کي تر سره سوې، دا د دغه ښار د ښه مشهورېدو يو لوی لامل وگرځېد. خو اوس دا پوښتنه دا ده چي د لوبو پای ته رسېدلو وروسته به په دوامداره توگه پر دغه ښار څه ډول اغېزې پاتي وي؟

په سوچي کي د لوبو د انعقاد لپاره نه يوازي دا چي د لوبو د ترسره کولو ځايونه جوړل کړل سول بلکه په مجموعي توگه د دغه ښار پر بنسټيزو جوړښتونو په سلگونو مليونه ډالره ولگول سول. پدې ترڅ کي زاړه هوټلونه بياورغول سول او نوي ځايونه هم جوړل سول چي پکښي يو يې هم د اولمپيا پارک هوټل دی. دغه هوټل ۵۰۷ کوټې لري.

نوي هوټلونه

د دغه هوټل رئيس توماس هاگه مان وايي چي ډاډه دی د لوبو د پای ته رسېدلو وروسته به يې هم د هوټل لږ تر لږه ۳۰ سلنه کوټې هميشه مېلمانه ولري. نوموړی زياتوي: « يوازي دغه به د هوټل د پرمخبيولو لپاره کفايت ونه کړي، خو داسي موسمونه به هم وي چي د هوټل ټولې کوټې به نیول سوي وي.»

د سوچي د راتلونکي په هکله داسي پلان هم سته چي د دې وروسته به پدغه ښار کي لوی او نړيوال کنفرانسونه جوړيږي. د مثال په توگه د G8 هيوادونو سرمشريزه د ۲۰۱۴م کال د جون مياشتي لپاره په سوچي کي تر سره کېدونکې ده.

د سوچي ښار غواړي چي د هغو بنسټيزو جوړښتونه په مرسته چي د ژمنيو اولمپيکي لوبو لپاره عيار سوي دي، دغه ښار ته اقتصادي غونډي راجلب کړي. د سوچي په فيشت سټېډيم کي د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيواله لوبي هم پلان سوي دي.

۴۲۰۰۰ نوي کوټې

د اولمپيک نړۍ واله کمېټي په ټوليزه توگه د ټولي سيمي لپاره د ۴۲۰۰۰ نوو کوټو غوښتنه کړې وه. د هاگه مان د هوټلونو گروپ پدې ترڅ کي پنځه ودانۍ لري.

هاگه مان وايي چي د دوی د هوټلونو گروپ د راتلونکي په هکله زيات خوشبينه دی. نوموړی زياتوي:« موږ د هوټلونو په خپلو ټولو ودانيو کي د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلنو لپاره قراردادونه لاسليک کړي دي. تاسو داسي فکر کولای سئ چي پدغه کي زښته زياته لېوالتيا موجوده ده.»

د دې څخه تر مخه چي په سوچي کې د ژمنيو اولپيکي لوبو انعقاد وسي، دغه سيمه تر مخه لا د سېلانيانو د خوښي سيمه وه. په سیمه کي تازه پانگونه کوونکي د دغې سيمي د اقتصادي راتلونکي په هکله خوشبينه دي. خو دا چي ايا د هغوی دغه هيلي به رشتيا سي که څنگه، دا به وخت وښيي.