1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انځورونو جوړونکی اپلیکشن مو معلومات غلا کوي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

د فیس اپ (Faceapp) په نامه یو اپلیکشن چې د یوه شخص انځور د زړښت په بڼه جوړوي، ډیر شهرت موندلی چې له عادي کسانو نیولې تر سیاسي څیرو پورې ترې کار اخلي. اوس اندیښنې ښيي چې دغه اپلیکشن ښايي انځورونه او پټ معلومات غلا کوي.

https://p.dw.com/p/3MFHU
FaceApp
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Kane

په دې وروستیو کې د فیس اپ (Faceapp) په نامه د ځیرک تلیفونونو یو اپلیکشن چې د یوه شخص انځور د زړښت په بڼه جوړوي، ډیر شهرت موندلی دی چې له عادي کسانو نیولې تر سیاسي څیرو پوري کسانو کار ترې اخيستی دی. اوس داسي اندیښنې موجودې دي چې دغه اپلیکشن ستاسې انځورونه او پټ معلومات غلا کوي.

په دې وروستیو څو ورځو کې د فیس اپ (Faceapp)  په نامه د ځیرک تلیفونونو یو اپلیکشن چې د یوه کس انځور د زړښت یا ځوانۍ په بڼه جوړوي ډیر شهرت موندلی دی.

په روسیه کې جوړ دغه اپلیکشن اوس د امریکايي سناتورانو پام ځان ته اړولی دی او ان یو امریکايي سناتور د امریکا متحده ایالاتو له فدرالي پولیسو یا ایف. بي. آي څخه غوښتنه کړې چې په دې هکله دې پلټنې پیل کړي.

د نیویارک ښار سناتور او د امریکا په کانګرس کې د اقلیتونو مشر چوک شومر د دې هیواد فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی ته په خپل لیږل شوي لیک کې لیکلي: «دا به دې ژورې اندیښنې وړ موضوع وي چې که چیرته د امریکايي اتباعو شخصي حساس معلومات د یوه دښمن قدرت [روسیې] ته په لاس ورشي چې اوس عملاً له امریکا متحده ایالاتو سره سایبري [انترنتي] دښمني لري.»

تر اوسه پورې د فیس اپ په نامه د دغه اپلیکشن چارواکو د امریکايي سناتورانو دغو اندیښنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د دې شرکت اجرائیه مشر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه اپلیکشن د کارونکو انځورونو د نورو مقاصدو له پاره نه کاروي.

د یاد اپلیکش اجرایه مشر یاروسلاو ګونچاروف واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې د دې اپلیکشن له لارې جوړ شوي زیاتره انځورونه د ۴۸ ساعتونو په موده کې د دوی له سرور څخه پاکيږي او دا چې روسي چارواکي دغو انځورونو ته هیڅ راز لاس رسی نه لري.

Beispielbilder Faceapp
انځور: FaceApp

د فیس اپ په نامه د ځیرک تیلیفونونو دغه اپلیکشن په ۲۰۱۷م کال کې جوړ شوی وو چې د ځیرکې هوښیارتیا د میتدونو له لارې یو انځور ارزوي، تغیرات پکې راولي، د ویښتانو رنګ یې بدلوي او په مخ کې ګونجي ورزیاتوي او بیا د زړښت په حال کې یو انځور کارونکو ته په لاس ورکوي.

دغه اپلیکشن اوسمهال په ګوګل پلې [د اندرویډ د اپلیکشنونو په مارکیټ] کې تر ټولو ډیر ډاونلوډ شوی اپلیکشن دی. نوموړي اپلیکشن هغه وخت شهرت وموند چې په خپل اپلیکشن کې یې د زړښت یو فلټر ورزیات کړ.

دغه اپلیکشن د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې ډیر کارول شوی دی. د عادي کسانو په گډون ګڼ شمیر سپورتي او سیاسي څیرو هم د دغه اپلیکشن پرمټ خپل جوړ شوي انځورنه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

د لایف وایر په نامه د تکنالوجۍ یوې انترنتي رسنۍ مسئول مدير لانس اولان اوف،  پر خپل ټویټر باندې د فیس اپ د شرایطو هغه انځور خپور کړی چې تر نصبولو وروسته ورسره کاروونکي خپل موافقت ښيي.

په دې شرایطو کې په واضح ټکو کې لیکل شوي چې تاسې په دې توګه فیس اپ ته د خپلو انځورونو هر راز لاس رسۍ، د تولید او نشرولو حق ورکوئ. دغه اپلیکشن انځورونه خپل یوه سرور ته اپلوډ کوي او بیا تر جوړیدو وروسته یې بیرته کارونکي ته په لاس ورکوي، چې دغه څه هم د کاروونکو اندیښنې راپارولي دي.

ځینو منتقدینو ان ادعا کړې چې دغه اپلیکشن د کاروونکو ټولو انځورونو او شخصي معلوماتو ته لاس رسی لري، خو د واشنګټڼ پوسټ په نامه امریکايي ورځپاڼې د یاد اپلیشکن د چارواکو په حواله لیکلي دي چې دغه اپلیکشن د کاروونکو شخصي انځورونو ته لاس رسی نه لري او یوازې هغه انځور ته لاس رسی مومي چې یو کاروونکی یې په خپله خوښه انتخابوي.

سربیره پر دې یوازې د اپلیکشن په ډیلیټ کولو سره د یوه شخص انځور د دوی له سرور څخه نه پاکیږي، بلکې د دې کار له پاره یو کس اړ دي چې د اپلیکشن له لارې له یاد شرکت څخه په رسمي توګه غوښتنه وکړي چې انځور یې له خپل سرور څخه پاک کړي.

AFP, WP -kh-nz