1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق په تور د آلمان په ۱۲ ايالتونو کي چاپې

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د آلمان فدرالي پوليسو د دغه هيواد په بيلو سيمو کي د داسي شرکتونو پر ضد چاپې وهلي، چي ورباندي د کار او ويزې د قوانينو څخه د سرغړونې شک کيږي.

https://p.dw.com/p/43zo3
Deutschland Großaktion gegen illegale Leiharbeit in Fleischindustrie
انځور: Fernando Martinez/TNN/dpa/picture-alliance

د آلمان برلين ايالت څارنوالۍ د دغو پلټونو او چاپو حکم ورکړی ؤ. دغه چاپې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۸مه) د آلمان په ۱۲ ايالتونو کي ووهل سوې او هدف يې د انسانانو قاچاق کوونکې يوه ډله وه.

په دغو چاپو کي برخه والو چارواکو ويلي دي چي د چاپو پر وخت يې يو شمير کسان په برلين، براندنبورګ، برېمن او نيدرزاکسن ايالت کي نيولي هم دي. زياته سوې چي په ۱۲ ايالتونو کي په بيلو ځايونو کي تلاښۍ هم ترسره سوې.

چارواکو ويلي دي چي په دغو پراخو عملياتو کي يې د څو مليونو يورو په ارزښت پاته مالونه ضبط کړي دي.

په برلين کې يو مسجد د «ترهگرۍ د مالي تمويل» په شک پلټل شوی

پوليسو ويلي دي چي دغه عمليات يې د يوې داسي ډلې پر ضد تر سره کړي دي چي ورباندي د انساني قاچاق شک کيږي. زياته سوې چي پر دغه ډلې شک کيږي چي د آلمان دننه او دباندي يې د شرکتونو داسي يوه شبکه جوړه کړې وه چي په مرسته يې په ويزه مکلفو هيوادونو څخه يې وګړي په ناقانونه توګه راوستل او په کار يې ګومارل. د چارواکو په وينا زيات شمير بهرني کارګر يې و لويو لوژيستيک شرکتونو ته په داسي حال کي کار کولو ته لېږل چي پر قانون برابر نه ول.

چارواکو ويلي چي د دغي ډلې پر ضد جدي شک سته چي په تجارتي او د شبکې په شکل يې جعلي اسناد جوړ کړي، بهرنيان يې په ناقانونه توګه آلمان ته راقاچاق کړي او په ناقانونه توګه يې دغه کسان په کار ګومارلي او ناقانونه پيسې يې سپيني کړي دي.

ا.ا/ ب. ص (InfoMigrants)

زموږ له آرشیف څخه: