1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د انجونو له پاره تر ټولو بدترين هيواد پاکستان دی»

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

د پلان انټرنېشنل سازمان د وروستي راپور له مخي د انجونو د تحفظ په حواله په آسيايي هيوادونو کي تر ټولو بدترينه هيوادونه پاکستان، افغانستان او بنګله ديش دي.

https://p.dw.com/p/3gglr
Pakistan Der Alltagsleben des Mädchen Ansa in Mardan
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Rehman

د ماشومانو د حقونو له پاره فعال نړيوال سازمان «پلان انټرنېشنل» د «ګرلز ان ايشيا ۲۰۲۰» يا په آسيا کي انجونې په ۲۰۲۰ کال کي تر عنوان لاندي د خپلې يوې څېړنې راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کي راغلي چي د انجونو د حفاظت په ترڅ کي تر سره سوې درجه بندي کي پاکستان په آسيايي هيوادونو کي د شا له خوا اول نمبر دی. په دغه راپور کي پاکستان، افغانستان او بنګله دېش د انجونو له پاره بدترينه هيوادونه بلل سوي دي.

د ياد راپور جوړولو له پاره له انجونو سره مرکې، آنلاين نظر پوښتنې، د همکارو سازمانونو او ملګرو متلونو د اړونده ادارو او نورو نړيوالو سازمانونو له راپورونو او ارقامو څخه کار اخيستل سوی دی.

د دغه راپور په حواله په نړۍ کي د انجونو د ټول ۱،۱ مليارد نفوس څخه نيمه برخه يې په آسيا کي ژوند کوي. په راپور کي راغلي چي په سويلي او ختيځي آسيا کي هر سال د ۶ مليونو انجونو په شاوخوا کي د ۱۵ او ۱۹ کالونو تر منځ اميندواره کيږي او ماشومان زېږوي. زياته سوې چي له دغو څخه زيات شمېر انجونې په کم عمر ودېدو او مېندو کېدو تر څنګ د غربت او تاوتريخوالي سره هم مخامخ وي.

په راپو رکي د سويلي او مشرقي آسيا د ۱۹ هيوادونو په تړاو د شپږو لسيزو هغه معلومات راغونډ سوي دي چي د لسو او ۱۹ کالو تر منځ انجونو په هکله دي. په دغو کي د انجونو د تعليم، صحت، بدني تحفظ، د هيواد په قوانينو کي د هغوی د حقونو، په سياسي فيصلو کي د هغوی د ونډې او په همدې توګه د کار په بازار کي د هغوی د روزګار له پاره د امکاناتو او وسايلو په تړاو معلومات شامل دي.

له ۱۹ ارزول سوو آسيايي هيوادونو څخه پاکستان په ۱۹ او په دې توګه تر ټولو ټيټ يا وروستي مقام کي راغلی دی. سينګاپور، فلپاين او وېتنام په دغه اروزنه کي تر ټولو لوړ مقامونه ترلاسه کړي دي. هند په دغه درجه بندي کي پر ۱۴ نمبر او افغانستان او بنګله دېش په ترتيبي بڼه په ۱۷ او ۱۸ نمبر يا ځای کي راغلي دي. د دغه راپور له مخي په پاکستان کي د ماشومتوب پر وخت د انجونو د ودولو او په کم عمر د هغوی مزدور کولو فيصدي په ټوله آسيا کي تر ټولو زياته ده.

په راپور کي ويل سوي چي د پاکستان په پرتله په بنګله دېش او په افغانستان کي د انجونو د تعليم او حقونو وضعه بهتره ده. زياته سوې چي په دې ترڅ کي په بنګله دېش او افغانستان کي د قانون جوړونې پر وخت د انجونو د حقونو په پام کي نيول هم تر پاکستان بهتر دي. البته په ټوليزه توګه افغانستان او بنګله دېش بيا هم په آسيا کي د پاکستان وروسته د شا له خوا پر دويم او دريم مقام او په دې توګه تر ټولو شاته دي.

د راپور له مخي په افغانستان کي تر ۴۰ سلنې کمې انجونې او په پاکستان کي تقريبا نيمه برخه انجونې تر پنځمي ټولګۍ پوري ښوونځي ته ځي. پاکستان د هند په پرتله د انجونو له پاره د صحي امکاناتو په ترڅ کي مخکي بلل سوی دی.

په راپور کي راغلي دي چي د آسيا د انجونو له پاره تر ټولو لويي ستونزي په کم عمر د هغوی ودول او د هغوی د خوښۍ پرته په هغوی ماشومان پيدا کول دي. په کم عمر د انجونو ودول د هغوی د سالم پرمختګ په لار کي يو لوی خنډ بلل سوی دی.

د ياد سازمان ځايي مسئول بهاګيه شري ديګل د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل: «د کرونا ويروس له کبله په آسيا کي د انجونو وضعيت تر مخکي بدتره سوی دی. بېوزله او د متوسطه قشر پر انجونو د تعليم سلسله درول کيږي او د کويد ۱۹ له کبله د رامنځ ته سوو اقتصادي ستونزو سره د مبارزې په توګه د انجونو په کم عمر ودونه د کورنيو له پاره يوه ستراتيژي ګرځېدلې ده.»

پلان انټرنېشنل يو له هغو غيرحکومتي سازمانونو څخه دی چي پر فعاليت يې په پاکستان کي ممانعت دی. پاکستان دغه سازمان د سيو دي چلډرن، ايکشن اېډ او ۱۸ نورو نړيوالو سازمانونو په شمول په دې تور ممنوع اعلان کړ، چي ګواکي د پاکستان ضد فعاليتونو کي يې لاس لاره.

په دغه راپور کي هيڅ داسي ذکر نه دی سوی چي ګواکي په چمتو کولو کي يې د پاکستان د کومي دولتي ادارې له خوا له راپور يا ارقامو څخه کار اخيستل سوی وي.

ع.م/ا.و.ا./ن.ص.