1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون د لاسليکېدو هيلي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبه

تر مياشتو جنجالونو وروسته د افغانستان نوی جمهور رئيس وټاکل سو. د امریکا متحد ايالات اوس هيله لري چي نوی جمهور رئيس به دوه اړخيز امنيتي تړون ورسره لاسليک کړي. ويل کيږي چي په يوه اوونۍ کي به نوی مشر لوړه وکړي.

https://p.dw.com/p/1DGg1
انځور: picture-alliance/AP Photo

په افغانستان کي د نوي جمهور رئيس تر ټاکلو وروسته د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري اميدواري ښوولې ده چي د واشنگټن او کابل تر منځ به امنيتي تړون لاسليک سي.

کيري د يکشنبې په ورځ په نيويارک کي ويلي دي کېدای سي امنيتي تړون «په يوه اوونۍ» کي لاسليک سي. کيري اشرف غني ته د جمهور رئيس او له عبدالله عبدالله سره د د ملي يووالي حکومت د جوړولو مبارکي ويلې ده.

د ناټو د نوي ماموريت له پاره بنسټ

دوه اړخيز امنيتي تړون په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو پوځي حضور ته لاره هواروي. تلونکي ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون له لاسليکولو څخه انکا کړی او ويلي ئې دي چي دغه کار خپل ځای ناستي ته پرېږدي.

اوس نو په افغانستان کي د نوي ماموريت پيل چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواکونو روزل او تجهز دی د نوی جمهور رئيس په لوړي پوري تړلی دئ.

هم غني او هم عبدالله ويلي ول چي ولسمشر سي له امريکا او ناټو سره به دوه اړخيز امنيتي تړون لاسلیک کړي. دغه تړون بيا د ناټو د نوي ماموريت بنسټ هم دئ.

له امريکا متحدو ايالاتو سره تړون به په افغانستان کي نورو غربي هيوادونو ته له هغې ډلي څخه آلمان ته د فعاليت امکان ورکړي. آلمان په پلان کي لري چي په راتلونکی کال کي ئې په افغانستان کي ۸۰۰ عسکر ماموريت ولري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر مياشتو جنجالونو وروسته د کرزی ځای ناستی د نړيوال بانک پخوانی کارپو او د حامد کرزي په کابينه کي د مالي پخوانی وزير ډاکټر اشرف غني احمدزی د نوي جمهور رئيس په توگه اعلان کړی دئ.

په افغانستان کي د طالبانو رژيم تر نسکوره کېدو نزدې ۱۳ کاله وروسته د دغه هيواد په تاريخ کي په لومړی وار په ديموکراتيکه توگه واک له يوه جمهور رئيس څخه بل ته سپارل کيږي.