1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پر خبرداري سربیره روسي توغندي ترکیې ته ورسیدل

۱۳۹۸ تیر ۲۱, جمعه

د ترکیې دفاع وزارت وویل چې د اس ۴۰۰ ډوله روسي توغنديو لومړۍ برخه ترکیې ته رسیدلې. امریکا تر دې وړاندې له روسیې څخه د دغو توغندیو د رانیولو له کبله ترکیې ته خبرداری ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3LzRM
Russisches Flugabwehrsystem S-400 für Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/Russian Defence Ministry

د ترکیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۱۲مه نیټه) خبر ورکړ چې له روسیې څخه د S400  ډوله توغنیدو لومړۍ برخه دغه هیواد ته رسیدلې ده. د ترکیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې د S400  ډوله روسي دفاعي سیستم د توغندیو د «وسایلو لومړۍ برخه» د ترکیې پلازمینې انقرې ته څیرمه د مورتید هوايي ډګر ته رسیدلې ده.

د ترکیې دفاع وزارت په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د یاد دفاعي سیستم نورې پاتې برخې به په راتلونکو ورځو کې ورسیږي او چارواکي به بیا وروسته له هغې چې دغه دفاعي سیستم فعال شي، د دې پریکړه وکړي چې له ترې څرنګه ګټه پورته کړل شي.

Russland Moskau Treffen Wladimir Putin und Tayyip Erdogan
انځور: Reuters/Kremlin/A. Nikolsky

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ناټو له دغه غړي هیواد یعنې ترکیې څخه په ټینګه غوښتي وو چې له روسیې څخه له دغې شاوخوا دوه میلیارد ډالري معاملې پر شا شي. امریکا متحده ایالاتو تر دې وړاندې ترکیې ته د احتمالي اقتصادي بندیزونو د وضع کیدو خبرداری هم ورکړی وو. سربیره پر دې امریکا متحده ایالاتو همدا راز ویلي وو چې ترکیه به په هغه پروګرام کې د ګډون اجازه ونه لري چې پرمټ یې دغه هیواد وکولی شي F35 ډوله جنګي پرمختلي الوتکې تولید کړي.

ویل کیږي چې واشنګټن په وار وار ویلي چې د توغندیو روسي دفاعي سیستم د ناټو له سیستمونو سره عیار نه دی او دا چې دغه څه د ایف ۳۵ ډوله جټ الوتکو له پاره یو ګواښ دی.

Russisches Raketenabwehrsystem S-400
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

په هر ترتیب، که چیرته امریکا متحده ایالات پر ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه وضع کړي نو په دې توګه به د واشنګټن او انقرې ترمنځ شته خرابې اړیکې بل بد پړاو ته داخلې شي. تیر کال، امریکا متحده ایالاتو په انقره کې د یوه امریکايي مذهبي څیرې د نیولو له کبله پر دغه هیواد یو لړ بندیزونه وضع کړل چې له کبله یې د ترکیې پولي واحد له کړکیچ سره مخامخ شو.

AP / kh-ms