1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان او سوريې څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو مخالفت

۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو سنا مجلس په لوی اکثریت سره له سوریي او افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر دونالد ترمپ د پلانونو مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Ciqy
Mitch McConnell
انځور: picture-alliance/AP Photo/J.S. Applewhite

هغه مصوبه چې د امریکا په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو د اکثريت لرونکي سناتور مچ مک کونل، له خوا د دوشنبې په ورځ سنا مجلس ته وړاندي شوه، په ۷۰ مثبت او ۲۶ مخالفو رایو سره تصويب شوه.

د مصوبې په متن کې راغلي دي چې له دواړو هیوادونو (سوریي او افغانستان) څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو رایستل «هغه په سختيو په لاس راوړي برياوي او د متحده ایالاتو ملي امنیت» به په خطر کې واچوي.

ترمپ د تیر کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي په سوریي کې مېشت ۲۰۰۰ امریکایي ځواکونه له دغه هیواده راوباسي.

دونالد ترمپ د دې کار دليل په سوريه کې د داعش ډلې پر وړاندي د جګړې په ډګر کې بریالیتوب ښودلی دی. وروسته یې بیا دې بیانیي ته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو موضوع پوري ارتباط ورکړ چې په دغه هیواد کې د مستقر ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیرو نژدې نیمايي به له دې هیواد څخه وباسي.

په دغو دواړو هیوادونو کې خراب امنیتي وضعیت ته په کتلو سره د امريکا د جمهوررئيس دغه پلانونه هم د دغه هيواد د ځينو متحدینو او هم په امریکا کې دننه له سختو نیوکو سره مخامخ شول.

مک کونل تيره اوونۍ وویل چې داعش یا«اسلامي دولت» ډله، القاعده او نور متحدين یې اوس هم د پخوا په شان امریکا متحده ایالاتو ته یو لوی خطر دي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا په سنا مجلس کې تصویب شوې مصوبه به د منځني ختیځ د امنیت په اړه قانون کې ور علاوه کړای شي. د سنا مجلس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي مخکې تر دې یې هم د سعودي حکومت د منتقد ژورنالیست جمال خاشقجې د قتل د قضیه په اړه له ترمپ سره مخالفت ښودلی وو.

سناتورانو په ډسمبر میاشت کې د یوې مصوبې په ترڅ کې د سعودي قدرتمند شاهزاده محمد بن سلمان د حکومت د انتقاد کوونکي ژورنالیست د «قتل په قضیه» کې ګرم بللی وو.

د امریکا د سنا مجلس په يوه بله مصوبه کې غوښتنه کړې ده چې امريکا دي د یمن په کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان ملاتړ ختم کړي.