1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د بندیزونو ډیر فشار د ایران د ولس پر اوږو دی

۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبه

پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي بندیزونه نه یوازې د دې هیواد اقتصاد فلجوي بلکې د ټولنیز پرمختګ مخه نیسي او پر خلکو مالي فشار ډیروي چې له امله یې په ایران کې د مثبت بدلون فرصتونه له بد وضعیت سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/3Auik
Streik in Teheraner Bazar Iran
انځور: mashreghnews

د بشري حقونو ایرانۍ فعاله بهاره هدایت، د امریکا متحده ایالاتو سیاست بې مفهومه ګڼي. نوموړې دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «د ۵۰ کلونو راهیسې امریکا متحده ایالات د کیوبا، لیبیا، عراق، ایران او یا د شمالي کوریا په څیر پر یوه او بل هیواد باندې اقتصادي بندیزونه وضع کوي. امریکا په دغو هیوادونو کې خپلو کومو موخو ته رسیدلې ده؟»

میرمن هدایت زیاتوي: «د ایران اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، ډیری رامنځ ته شوي کاري فرصتونه له منځه تللي دي. [د دې هیواد] نظام اوس داسې لارې چارې لټوي چې پرمټ یې له اقتصادي بندیزونو ډیر زیان ونه ویني چې په پایله کې یې فساد ته لار هواریږي. په پای کې د دې ټولو ناخوالو بار او ستونزې عام خلک ګالي.»

اصلي فشار د خلکو پر اوږو دی

بهاره هدایت په ۲۰۱۵م کال کې هغه وخت چې د ایران د اتومي پروګرام په هکله یو نړیوال توافق لاسلیک کیدو، زنداني وه. هغه تر شپږ کلن بند وروسته په ۲۰۱۶م کال کې له زندانه آزاده شوه. میرمن هدایت په ایران کې د نارینه او ښځو حقونو د دفاع په برخه کې د خپلو هلو ځلو له کبله زندان ته اچول شوې وه.

Bahareh Hedayat Flash-Galerie
د ایران د اتومي توافق پرمهال میرمن بهاره هدایت د خپلو بشري هڅو له کبله زنداني شوې وهانځور: lizenzfrei

هدایت په ایران کې د بشري حقونو د کم شمیر هغو کسانو له جملې څخه ده چې د حکومت د تعقیب او څار سربیره، د بهرنیو هیوادونو له رسنیو سره مرکو ته حاضریږي.

له کابو یوه کال راهیسې په ایران کې د حکومت له لوري د نیول کیدو یوه بله لړۍ ادامه لري. د دې هیواد رژیم نزدې یو کال وړاندې له پراخو اعتراضونو او لاریونونو سره مخامخ شو. ویل کیږي چې په دې اعتراضونو کې شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او نزدې ۵۰۰۰ تنه نور بیا د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. په نیول شوو کسانو کې زده کوونکي، د ښځو د حقونو مدافعین، مذهبي اقلیتونه، د چاپیریال ساتنې فعالین او مدافع وکیلان شامل دي.

د نسرین ستوده په څیر مدافع وکیلان او د بشري حقونو وتلې څیرې د ایران ملي امنیت ته د ګواښ په تور زندان ته اچول شوي دي. د کړکیچ په نړیوال سازمان کې د ایران په چارو کې کارپوه علي واعظ، په خبره د بهرنیو هیوادونو له لوري ګواښونه، په ایران کې د مدني ټولنو د فعالیتونو د ساحې د محدودولو له پاره د یوې توجیه په توګه کارول کیږي. نوموړی زیاتوي: «د ایران امنیتي ځواکونو له نړیوالو بندیزونو ګټه پورته کوله، ځکه چې د ایران نظام د خپلې بقا له پاره اړ وو چي په کور دننه کې انتقادونه ډپ کړي او دغه هیواد تر ډیره پورې پر همدې اقداماتو تکیه کوله.»

د تغیر او بدلونه په هکله د خلکو هیلې په اوبو لاهو شوې

ایراني ځوانانو چې د اتومي تړون پر سر توافق یې د لویدیځ په لوري د دروازو د پرانیستلو په توګه ګڼه، نور ناهیلي شوي دي. له دوی څخه یو ځوان امید نومیږي. امید د ایران په تاریخي او فرهنګي سترو او کوچنیو  ښارونو لکه په یزد ښار کې د غربي سیلانیانو له پاره لارښود وو. امید وايي چې د اتومي تړون پر سر توافق، د ایران په کلیو او بانډو کې د کاري زمینو د رامنځ ته کیدو سبب وګرځید.

امید زیاتويچې دغه تړون د دې سبب وګرځید چې د ایران ګڼ شمیر اوسیدونکي له بهرنیو هیوادونو سره اړیکي پراخې کړي. امید په ۲۰۱۸م کال کې د تیر کال په پرتله، ډیر کم سیلانیان بدرګه کړي دي. هغه د دغه څه تر شا اصلي دلیل په ایران کې سیاسي کشمکشونه او همدا راز د ایران په هکله د بهرنیو رسنیو پوښښ بولي.

د کړکیچ له نړیوال سازمان څخه د ایران د چارو کارپوه علي واعظ وايي: «د اندیښنې وړ خبره دا ده چې امریکا متحده ایالات د ایراني ټولنی معتدل ځواک او متوسط قشر کمزوری کوي.»

زموږ له آرشیف څخه: