1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس: طالبان ښايي په راتلونکو اونیو کې لا ډیر بریدونه وکړي

۱۳۹۷ مرداد ۲۶, جمعه

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، وویل چې د روانې اکتوبر په میاشت کې د افغانستان تر پارلماني ټاکنو وړاندې طالبان ښايي خپلو خونړیو بریدونو ته زور ورکړي. خو په خبره یې د غرب له ملاتړه برخمن افغان امنیتي ځواکونه به مات نه شي.

https://p.dw.com/p/33I3i
USA Militärschlag auf Syrien - Verteidigungsminister Mattis
انځور: Getty Images/A. Wong

د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه پر غزني ښار باندې د طالبانو د برید په هکله په خپله اوږده تبصره کې جیم متیس وویل چې طالبانو د ښار په داخل او څنډو کې شپږ هدفونه په نخښه کړي وو. د نوموړي په وینا طالبان د دغو هدفونو په نیولو کې ناکامه کړل شوي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغو شپږ هدفونو مشخصه یادونه ونه کړه.

په عین وخت کې د پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل، وویل چې د طالبانو له لوري پر سړکونو فرش کړل شوي ماینونه د امنیتي ځواکونو له لوري د پاکیدو په حال کې دي. د غزني پر ښار باندې د طالبانو ډله ایز برید شاوخوا پنځه ورځې دوام وکړ چې په پایله کې یې د افغان امنيتي ځواکونو له ۱۰۰ ډیر سرتیري او شاوخوا ۲۰ ملیکان ووژل شول. د افغان چارواکو په وینا په دې څو ورځنۍ جګړه کې لسګونه طالب جنګیالي هم ووژل شول.

Gefechte in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. A. Danishyar

د غزني د جګړې په هکله د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس بیا وویل چې یو شمیر طالب جنګیالي د غزني په ښار کې په یو شمیر کورنو کې پټ دي او د بیا اکمالیدو په تمه دي. نوموړي وویل چې په ښار کې بازار پرانیستل شوی او اوس غزني ډیر خوندي دی، کوم چې د دې ښکارندويي کوي چې طالبان خپل هدف ته په رسیدو کې ناکامه شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر وویل: «دوی [طالبانو] د غزني خلکو ته ځان ښه معرفي نه کړ ځکه دوی له ویرې اچولو کار اخلي. دوی له بمونو کار اخلي ځکه دوی په ټاکنو کې نه شي بریالي کیدای.»

د جنوبي امریکا کولمبیا هیواد ته د یوې اونۍ سفر په ترڅ کې متیس په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو عملیات د پخوا په شان وو. د هغه په وینا دغو یاغیانو [طالبانو] غوښتل چې د ولسمشر اشرف غني د اوربند له وړاندیز مخکې خپل ځواک وښيي. د متیس په خبره طالبانو غوښتل چې د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان تر پارلماني ټاکنو وړاندې ویره خپره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر په غزني کې د طالبانو د لاس ته راوړنو په هکله وویل چې دوی [طالبانو] په دې ترڅ کې د ناخوندیتوب په برخه کې خپل هدف ته یو څه ورسیدل او پرته له دې یې هیڅ هم ترلاسه نه کړل. متیس ګواښ وکړ چې له همدې کبله ښايي په راتلونکې کې هم دغه راز پیښې رامنځته شي. متیس همدا راز زیاته کړه چې طالبان آن د یوې لنډې مودې له پاره د یوې سیمې د کنترول ساتلو قدرت نه لري او د افغان پوځ پر وړاندې خو بیا هیڅکله هم دغه راز ځواک نه شي ترلاسه کولی.

Tabliban Kämpfer
انځور: Imago/Xinhua/Milad

د افغانستان جګړه د کلونو راهیسې له یوه بنبست سره مخ ده. طالبان که څه هم په پاکستان کې له خپلو پټنځایونو مرسته ترلاسه کوي، خو د بریا له پاره ډیر ملاتړ نه لري. له بل پلوه افغان امنیتي ځواکونه چې اوسمهال د امریکا او ناټو ځواکونو له لوري روزل کیږي او مشورې ترلاسه کوي، د دغو یاغیانو د ماتولو له پاره لا هم کمزوري دي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس په باور افغان امنیتي ځواکونه د وخت په تیریدو سره د ښه کیدو په حال کې دي او کولی شي چې طالبان له داسې یوه حالت سره مخ کړي چې د سولې خبرې انتخاب کړي.

راتلونکې اونۍ به د افغانستان د جګړې په هکله د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د بیا ارزول شوې ستراتیژۍ یو کال پوره شي. ولسمشر ترمپ د افغانستان د جګړې په هکله په خپله ستراتیژي کې د افغانستان د جګړې د ملاتړ په برخه کې د وخت محدودیت له لیرې کړ او د سولې د خبرو له پاره یې د تازه هڅو غوښتنه وکړه.