1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید چې له افغان مشرانو سره خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/314pN
CIA Direktor Mike Pompeo
انځور: Getty Images/J. Raedle

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په وروستیو وختونو کې د دې هیواد د سولې بهیر له پاره تازه هیلې راپیدا شوې دي. دغه افغان چارواکي کابل ته د پمپیو رسیدل د نوم د نه بربنډیدو په شرط تأیید کړي دي. تمه کیږي چې پمپیو او افغان ولسمشر به په ګډه په یوه خبري کنفرانس کې هم برخه واخلي.

دا افغانستان ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پمپیو لومړی رسمي سفر دی. تر دې سفر مخکې افغان حکومت او طالبان د کوچني اختر د ورځو له پاره یو درې ورځینی اوربند سره منلی وو. د اوربند پر مهال افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو په ګډه سره کوچنی اختر ولمانځه.

د اوربند پر مهال د دواړو اړخونو جنګیالیو له جګړې څخه خپله ستړیا وښود ه او هیله یې څرګنده کړه چې له ۱۷ کلونو راهيسي په افغانستان کې رواني جګړې ته به یوه سوله ایزه حل لاره وموندل شي.

که څه هم افغان ولسمشر د کوچني اختر تر اوربند وروسته د هغه د تمدید اعلان وکړ، خو طالب جنګیالیو بیا په دې اوربند کې له ونډه اخیستلو څخه ډډه وکړه او خپل بریدونه یې پیل کړل.