1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانگرس د آرمنیانو وژل «عام وژنه» وبلله

۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبه

د کانگرس دا پريکړه د یوې تاريخي پريکړې څخه کمه نه ده: د امريکا متحده ایالات د استازو مجلس په لومړۍ نړيواله جگړه کې د آرمنيانو وژنه په رسمي ډول د عام وژنې په توگه درجه بندي کړه.

https://p.dw.com/p/3SBiT
Armenien Tag des Gedenkens an den Völkermord
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Dovarganes

د استازو مجلس د ۴۰۵ رايو په پلوۍ او يوازې د ۱۱ په مخالفت سره اړوند پريکړه ليک تصويب کړ. په دغه پريکړه ليک کې راغلي چي امريکا متحده ایالات به د آرمنيانو وژنه د عام وژنې په توگه په رسميت وپيژني او د عثماني سلطنت له خوا د ۱،۵ ميليونه آرمنيانو وژل غندي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا کانگرس د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۷مو کلونو ترمنځ د آرمنيانو وژنه قتل عام بولي. خو د ترکیې حکومت او خلکو یې دا پريکړه ليک «بې معنا او هیڅ» بللی دی. ترکيه د پخواني عثماني سلطنت تر ړنگيدو وروسته په خپل ننني شکل کې رامنځته شوې وه.

د ترکیې حکومت که څه د جگړې په ترڅ کې د ۳۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ آرمنيانو وژل کيدل مني خو د قتل عام په توگه یې درجه بندي کول ردوي. د لومړۍ نړيوالې جگړې پر وخت آرمنيان په سيستماتيک ډول تعقيب شوي ول او سربيره پر دې د سوریې صحراو ته ليږدول شوي ول، چېرې چې په زرونه آرمني وگړي له لوږې مړه شول. تاريخ پوهان د څو سوو زرو څخه نيولي بيا تر ۱،۵ ميليونه قربانيانو خبره کوي.

«بې معنی سياسي گام»

د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دغه پريکړه ليک په ظاهر کې «يوازې د داخلي استعمال په موخه رامنځته او نشر شوی دی« او هیڅ «تاريخي او حقوقي بنسټ» نه لري. د وزارت له خوا زياته شوې چې دغه پريکړه ليک الزامي نه دی او «يو بې معنا سياسي گام» دی چې د «امريکا له پاره د تبليغ کوونکو او د ترکیې ضد ډلو» کار دی. 

زياته شوې چې له دې کبله به په ترکيه کې د امريکا متحده ایالاتو سفير ديود سيترفيلد، احضار شي. د وزارت په حواله د دې گام يو بل علت په سوريه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو وروسته پر ترکیې د امريکا متحده ايالاتو بندیزونه هم دي.

په دې وروستيو کې د سوریې په شمال کې د کردي جنگيالو پر ضد د ترکیې پوځي عملياتو د واشنگتن او انقرې ترمنځ اړيکي خرابې کړي دي. د ترکیې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو، همدا د کانگرس د رایې اچونې اصلي انگیزه بولي. نوموړي د تويتر له لارې ليکلي دي: «دا نادوده او له وخته تېر پريکړه ليک د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو غچ اخيستنه ده.»

فرانسې په ۲۰۰۱م کال کې د لومړي ستر اروپايي هېواد په توگه د عثماني خلافت له خوا د آرمنيانو سره دغه ظلم په رسمي ډول د عام وژنې په توگه منلی وو. د آلمان پارلمان بيا د ۲۰۱۶م کال په جولايي میاشت کې دغه گام واخيست چې له ترکیې سره یې يوه سخته ديپلوماتيکه لانجه رامنځته کړه. همدا راز روسيه، سويس، هالند او يو شمير نور هېوادونه اوس د آرمنيانو دغه وژنه قتل عام گڼي. د جنوبي قفقاز آرمنستان جمهوريت له ډېرې مودې راهيسې له ترکیې څخه غوښتنه کوي چې دغه وحشتناک عمل د قتل عام په توگه په رسميت وژپيژني.

bs/ms (afp, dpa, rtr)