1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته تللی

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جيم متيس، په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی. د سفر موخه يې له جمهوررئيس غني سره ملاقات ښوول سوې ده.

https://p.dw.com/p/34SQz
Afghanistan Ankunft Jim Mattis in Kabul
انځور: Reuters/P. Stewart

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جيم متيس، په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی. د هغه د سفر موخه له جمهور رئيس اشرف غني، او د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي قوماندان سکات ميلر، سره ملاقات ښوول سوې ده.

په افغانستان کي امنيتي وضعيت ته په کتو سره دا په تيرو څو مياشتو کي دې هیواد ته د هغه دوهم سفر دئ.

افغان چارواکي او نړيوال شريکان يې هڅه کوي چي له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو په برخه پرمختګ وکړي.

په جون مياشت کي په افغانستان لنډ اوربند او په جولای مياشت کي په قطر کي له طالبانو سره د امريکايانو ملاقات په افغانستان کي جگړې ته د پای ټکي ايښوولو په برخه کي نوي هيلي راپیدا کړې. خو په وروستيو کي د وسله والو طالبانو او ترهګرې ډلي داعش په بريدونو کي په سونو ملکیان او امنيتي ځواکونه وژل سوي دي.

يوازي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د پهلوانۍ پر يوه کلب باندي په غبرگو بريدونو کي ۲۶ کسان ووژل سول چي مسئوليت ئې داعش پر غاړه واخيست.