1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د جگړو لگښت تر اوسه ۳،۷ تريليونه دی

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

د برون پوهنتون د نړيوالو مطالعاتو څانګي«د جګړې لګښت» تر نوم لاندي يوه پروژه په لاره اچولې، چي پکښي ويل سوي، د امريکا د جګړې ورستی لګښت کيدای سي چي 4.4 تريليونه ډالرو ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/11lLx
امريکايي ځواکونه
امريکايي ځواکونهانځور: AP

کله چي ولسمشر اوباما د افغانستان د جګړې لوړ لګښت له هغه هيواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو يو لامل ياد کړ، ويې ويل چي، د افغانستان پر جګړې د يو تريليون ډالرو څخه ډيري پيسي لګيدلي دي.

د افغانستان، عراق او پاکستان د جګړو ټول مصرونه په دغه رقم کي نه شاميليږي. دغه راز کله چي اوباما د يو تريليون ډالرو څخه يادونه کوله، په هغه کښي د افغانسستان د جګړې راتلونکي لګښتونه هم نه ول شامل.

Flash-Galerie Wahl in Großbritannien Afghanistan Einsatz
انځور: AP

د برون د پوهنتون د مطالعاتو پر اساس لس کاله وروسته تر هغې چي متحده ايالات د طالبانو او القاعدې شبکې د ريښو د ايستلو له پاره افغانستان ته ولاړل، ددغي جګړې لګښت د 2.3 2.7 تريليونو ته رسيږي.

د دغه پوهنتون د مطالعاتو له مخي د امريکا د جګړې مصرفونو به تر 2020 کال پوري د اوږد مهالو پروژو له امله لا پسي ډيرسي.

د برون د پوهنتون مطالعات ښيي چي لږ تر لږه يو تريليون داسي لګښتونه هم سته چي د امريکا متحده ايالات يي د افغانستان د جګړې په لګښتونو کي نه شاملوي.

Afghanistan US Soldaten Flash-Galerie
انځور: AP

د انساني تلفاتو له لحاظه هم، د افغانستان او عراق جګړې ډيري خونړۍ دي. د امريکا په ورستيو جګړو کي په مستقيمه توګه د 224000 څخه تر 258000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. يوازي په عراق کي 125000 ملکي وګړي په ورستيو جګړو کي وژل سوي دي.

د دغو جګړو په پايلو کي خو بيا ډير شمير نور کسان په غير مستقيمه توګه وژل سوي دي. لکه ډير شمير کسان چي د جګړې له امله د څښاک پاکو اوبو ته خپل لاسرسی له لاسه ورکړی.

Afghanistan / Offensive / Mardscha
انځور: AP

همدا راز د امريکا په وروستيو جګړو کي 365000 کسان ټپيان سوي او 7.8 ميليونه انسانان بېځايه سوي دي.

د برون پوهنتون د امريکا د ورستيو جګړو د مصارفو د ټاکلو له پاره 20 څيړونکي په کار ګمارلي ول. د دغو کسانو د مطالعاتو پايلي د هغه څه سره چي د امریکا دولت يې اعلانو، ډير توپير لري.

د «جګړې لګښت» د پروژې لخوا په خپاره سوي راپور کي دا خبره هم روښانه سوې چي د افغانستان، عراق او پاکستان جګړې به تر ډيره د امريکا پر بودجې فشار راولي.

Beerdigung von Terroropfern in Afghanistan
انځور: AP

د راپور له مخه وروسته له هغه چي په 2001 کال کي القاعدې پر امريکا حمله وکړه او 2995 کسان يي ووژل، امريکا د دغي پيښي د غچ اخيستو له پاره درې جګړې پيل کړې، چي د 2001 کال د حمله په پرتله 73 واري ډير کسان تر اوسه وژل سوي دي.

اوس ډيری خلک دغه پوښتنه مطرح کوي چي، ايا هغه څه چي امريکا متحده ايالاتو د عراق او افغانستان د جګړو څخه په لاس راوړي ددې ارزښت درلود چي امريکا خپل ډير شمير سرتيري او پيسې له لاسه ورکړي او که نه؟

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: عبدالباري حکيم