1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د بودجوي کړکيچ د حل له پاره نوې هڅه

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۲ مهر ۲۴, چهارشنبه

د متحده ايالاتو د سنا مشران اوس هڅه کوي چي د حکومت د پور اخيستلو حدود پراخ کړي ترڅو د حکومت په تأدياتو کي د خنډ مخه ونيوله شي خو د لانجي د حل له پاره سمدلاسه ډيره زياته هيله نه شته.

https://p.dw.com/p/1A0b6
د متحده ایالاتو کانگرس.
د متحده ایالاتو کانگرس.انځور: picture-alliance/dpa

د متحده ايالاتو د حکومت د عامه خدماتو ادارې لا تر اوسه تړلې پاتې دي. دغه وضعيت وروسته له هغې نور هم بدورګی شو چي د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکو د هغه پلان مخالفت وکړ چي موخه يې د «حکومت تړل» يا په امريکايي اصطلاح «Government Shutdown» پای ته ورسيږي.

په سنا کي د ديموکراتانو مشر هري ريد، او د جمهوري غوښتونکو مشر ميچل ميک کونيل، د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۶مه نیټه) خوشبيني څرګنده کړه چي کيدای شي په دې برخه کې يوه روغه جوړه وشي ترڅو حکومت د نویو پور اخيستلو صلاحيت پيدا کړي.

د دغې احتمالې موافقې له مخې به د متحده ايالاتو د خزانې چارواکي صلاحيت پيدا کړي چي د فبروري تر مياشتي پوري حکومت ته نوي پورنه وکړي ترڅو حکومتي ادارې دا توان پيدا کړي چي لږ تر لږه د جنوري تر مياشتي پورې بيرته پرانيستلې شي.

د ډالرو بیه په نړیوالو بازارونو کی راټیټه شوې ده.
د ډالرو بیه په نړیوالو بازارونو کی راټیټه شوې ده.انځور: picture-alliance/dpa

د سنا په مجلس کي د ديموکراتانو دویم لوړ پوړي استازي ديک دوربين، وويل : «اوس د مخکښه سناتوران ميک کونيل او ريد تر تر منځ د خبرو اترو پر جزییاتو باندې کار روان دی. موږ ښه پرمختګ کړی د.»

که د پنجشنبې تر ورځې پورې د امریکا د دولت مالي کړکیچ له پاره یوه حل لاره و نه موندل شي او دغه هیواد و نه شي کولای چې د خپلو پورونو کچه چې اوس ۱۶،۷ تریلیونه ډالره ده لوړه کړي، نو دا به د دې هیواد په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د امریکا حکومت له مالي لحاظه شنډیږي. د امریکا حکومت «فوق العاده تدابیر» کیدای شې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي. دغه لانجمن وضعيت چي د متحده ايالاتو مالي توانمندي يي تر سيوري لاندي نيولي ده. د سه شنبې په ورځ د وال ستريت د مالي توانمندي د ارزوني اجنسي «فيچ ريتنګز» دي ته واړوله چې خبرداري ورکړي چي اوسني مالي کړکیچ د متحده ايالاتو د حکومت د پور اخيستنې اوسنۍ درجه بندي چې «AAA» ده، له ګواښ سره مخامخه کړې ده.

د استازو مجلس وړانديزونه ونه منل شول

د سه شنبه په ورځ (د اکتوبر په ۱۵) د استازو په مجلس کي جمهوري غوښتونکو د حکومت د تړلو د مخنيوي يو پلان رد کړ. په دغه پلان کي د سناتور ميک کونيل او سناتور ريد ځيني وړانديزونه شامل کړای شوي ول. د استازو مجلس ونه توانيد چي د خپل د حل پلان د عمل په ډګر کي پلي کړي. د ديموکراتانو او د جمهوري غوښتونکو د تند لارې محافظه پالې نوې ډلې «تي پارتي» د مخالفت له امله د نورو جمهوري غوښتونکو استازو وړانديزونه رد شول.

د تي پارتي ټينګه غوښتنه دا وه، مخکی له هغې چي هغه په يو بودجوي حل کي له ځان څخه تيريدنه څرګنده کړي، ولسمشر بارک اوباما بايد د روغتيايي خدماتو په پلان شویو اصلاحاتو کي بدلون رامنځ ته کړي. دا هغه څه دي چې نه یې اوباما او نه یې هم د هغه ديموکرات ګوند مني. که چيري د امريکا حکومت د نویو پورونو اخيستلو صلاحيت پیدا نه کړي، نو دا به د متحده ايالاتو او د نړې پر اقتصاد باندې ډيره ناوړه اغيزه ولري.