د الکترونيکي موټرو په تولید کې رقابت
کارپوهان وایې چې د موټر جوړولو صنعت د الکترونيکي موټرو د تولید پر لور روان دی. ډیرو هیوادونو خپل سیاستونه له دې بهیر سره همغږې کړي دي. آلماني شرکتونه هم له دې قافلې پاته نه دي.
ډایملر کمپنۍ په ستکهلم کې خپل نوی تولید کړی موټر نندارې ته وړاندې کړ. EQC د مرسدز بنز لومړنی بشپړ الکترونکي ماډل دی. په پام کې ده چې په راتلونکو کلونو کې به لا زیات ماډلونه بازار ته وړاندې شي.
ډایملر په ۲۰۱۴ م کال کې د B کلاس لومړنی بشپړ الکترونيکي موټر بازار ته وړاندي کړی وو، خو د دې موټر تولید اوس بند شوی دی. ټاکل شوی چې د روان کال تر وروستیو پورې به د مرسدز لومړنې بشپړ الکترونکي بس(کوم چې په انځور کې لیدل کیږي) د آلمان سړکونو ته را ووځي.
ډایملر کمپنۍ به تر ۲۰۲۰ کال وروسته د آلمان او نورو لویدیځ اروپایې هیوادونو له پاره یوازې کوچني سمارټ موټر تولید کړي او تمه کیږي چې دغه لړۍ به د نوري نړۍ بازارونو ته هم پراختیا ومومي. ډایملر له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د امریکا، کاناډا او ناروې بازارونو ته هم سمارت الکترونيکي موټر وړاندې کړي دي.
پنځه ورځې وروسته تر دې چې ډایملر شرکت د EQC ماډل نندارې ته وړاندي کړ، د هغې سیالۍ کمپنۍ(BMW) هم د iNext بشپړ الکترونیکي ماډل نندارې ته وړاندي کړ. دا موټر کولی شي چې ۷۰۰ کیلومتره واټن بی له چلونکي او چارجولو څخه ووهي. اټکل کیږي چې دغه موټر به په ۲۰۲۱م کال کي بازار ته وړاندې شي.
بې ام وې، کمپنۍ په ۲۰۱۳ م کال کې د i3 (په انځور کې) موټرو تولید پیل کړ. یو کال وروسته یې i8 بازار ته وړاندي کړ. ټاکل شوې ده چې دغه کمپنۍ به په ۲۰۲۰ کال کې د سپرت الکترونیکي موټر بازار ته وړاندې شي.
د فولکس واګون کمپنۍ هم لاس تر زنې نه ده ناسته او د ګولف تر څنګ یې د آپ الکترونيکي موټرې بازار ته معرفي کړي دي. ګولف په آلمان کې د الکترونیکي موټرو په کتار کې تر ټولو ډیر پلورل شوی دی.
د آلمان په زاکسن ایالت کې د فولکس واګون کمپنۍ په پراخه پیمانه د الکترونيکي موټرو جوړول پیل کړي دي. ټاکل شوی ده چې دغه کمپنۍ به په راتلونکي کال کې د (I.D) فامیلي ماډل چې په بشپړ ډول به الکترونيکي وي هم تولید کړي. فولکس واګون مخکې تر دې د (I.D. Buzz) ماډل نندارې ته وړاندې کړې وو.
اوډي کمپنۍ هم سږکال په سپتمبر میاشت کې خپل الکترونیکي موتر نندارې ته وړاندې کړ: ټاکل شوی ده چې "اي ترون" (e-tron). به د کوپه، سپرت او کمپکټ په ماډلونو کې بازار ته وړاندې شي. اوډي په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ م کال پورې هر کال لږ تر لږه ۸۰۰ زره (الکترونيکي او د بريښنایې د تماس په وسیله کاریدونکي) موټر بازار ته وړاندې کړي.
پورشه هم په اوس وخت کې د الکترونيکي موټرو د جوړولو په برخه کې د میلیاردونو په ارزښت پانګونه کړې. تمه کیږي چې د دې کمپنۍ بشپړ الکترونیکي موټر په ۲۰۲۰ م کال کې بازار ته وړاندي شي.
اوپل په ۲۰۱۲م کال کې د "آمپرا" الکترونيکي ماډل بازار ته وړاندي کړ. دې کمپنۍ ویلي دي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د کورزا، الکترونیکي ماډل بازار ته وړاندې کوي او تر ۲۰۲۲ م کاله پورې به ۴ نور ماډلونه هم بازار ته راوباسي.
البته په دې برخه کې یوازې مشهورې کمپنۍ فعاله نه دي. په ۲۰۱۵ م کال کې د آلمان په اخن ښار کې د e.GO Mobile AG شرکت رامنځته شو. دوه کاله وروسته دې شرکت د e.GO Life الکترونيکي ماډل بازار ته وړاندي کړ. وړاندوینه کیږي چې د روان کال په وروستیو کې به دغه موټر د ۱۵ زره ایرو په بدل کې په بازارونو کې وپلورل شي.
د آلمان د پوست شرکت په ۲۰۱۴ م کال کې د "استریت سکوتر" کمپنۍ وپیرله او په همدې نوم یې الکترونیکي موټر تولید کړل. په اوس وخت کې د دې شرکت ۶۰۰۰ الکترونیکي موټر په ټول آلمان کې د پوست رسونې په برخه کې فعاله دي.
د روان کال په لومړۍ نیمایې کې تر ۱۷ زرو ډیر الکترونیکي موټر د آلمان سړکونو ته راوتلي دي. په دې کې ۱۶۷۰۰ یې دوه ګونې انرژي (تیل او بیترۍ) کاروي. په اوس وخت کې د آلمان په بازارونو کې د الکترونيکي موټرو ونډه یو پر ۸ سلنه ده. تر ۲۰۲۰ م کاله پورې بازار ته د یو میلیون الکترونيکي موټرو د داخلیدو هدف ټاکل شوی دی.
که څه هم د الکترونیکي موټرو د تولید په برخه کې چین د نورو هیوادونو په پرتله پراخه ونډه لري، خو کارپوهان اټکل کوي چې تر ۲۰۲۰ وروسته به د دې موټرو د تولید په برخه کې د آلمان ونډه زیاته شي. په اروپا کې د الکترونيکي موټرو د تولید د ډیريدو یو دلیل د دي اکسید په نوم له موټرو څخه د معذره ګازو د وتلو اندازې ټاکل کیدل دي چې د اروپایې اتحادیې موټرو تولیدونکي شرکتونه یې باید مراعت کړي.