د الماني ژبي کورسونه، سومالیایانو او اریتریانو ته سخت دي
۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبهدغه خبره د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پارلمان د ښئ اړخي عوام پاله گوند، AfD د وکیل،رېنه شپرینگر د پوښتني په جواب کي کړې ده او ویلي یې دي، چي تر ټولو دمخه د افریقا د غریبو هیوادونو، سومالیا او اریتریا د مهاجرو له پاره دغه کورسونه ډیر سخت دي. د هغوی هر څلورم کس د الماني ژبي دمتوسطي سطحي،یعنيB1 کورس څخه تیریږي. وروسته عراقیان، سوریایان او افغانان راځي، چي هر دریم دریم کس یې دورځنۍ خبري کولو لازمي سطحي،یعنيB1 کورسونو په امتحانونو کي کامیابه کیږي. د مهاجرينو او پناه غوښتونکو د ادارې(بمپ) په حواله څوک چي«د مهاجرو له پاره د الماني ژبي کورس» په B1 سره ختم کړي، دا په اثبات رسوي ، چي هغه د مثال په ډول الماني خبرو ته ادمه ورکولای او دهغه شي مفهوم ادأ کولای سي، د کوم داچي غواړي.
خو په عمومي ډول سره بیا د B1 د کورسونو سطحي ته لږ مهاجر رسیږي او تر هغه په کښته کورسونو کي بند پاتیږي. هغوی مجبوره دي لومړی لیکل او لوستل زده کړي او د A2 تر درجې پوري ځانونه ورسوي.
د جرمني دولت د ۲۰۱۳ م کال راهیسي په مجموع کي ۳،۳۹ ملیارډه یورو د ادغامیدو یا انتگریشن کورسونو له پاره مصرف کړي دي، چي ډیره برخه یې د الماني ژبي کورسونو له پاره وه. نور کورسونه بیا هغوی ته د جرمني، د دغه هیواد د کلتور ، حقونو او مکلفیتونو په باب معلومات ورکوي.
زموږ د ارشیف خخه یو انځوریز البوم:( 22.10.2016)