1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د الازهر امام: د کرونا پر ضد د تدابیرو نه مراعتول ګناه ده

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د مصر د الازهر مسجد مشر امام احمد الطیب، د مصریانو څخه د کرونا ویروس پر ضد د ټاکل سویو تدابیرو د جدي مراعتولو غوښتنه کړې ده. په خبره یې د هغه نه مراعتول ګناه ده.

https://p.dw.com/p/3aCqE
Symbolbild - Ahmed al-Tajib
انځور: picture-alliance/dpa

الطیب د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتي ۲۹مه نیټه) په یوه ټلویزوني وینا کي وویل: «څوک چي د چارواکو اوامر نه مراعتوي او په مقابل کي یې بې تفاوتي ښي؛ هغه د ګناوو د کولو سره یو ډول دی.»

الطیب د کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر له خلکو څخه وغوښتل چي د «ټولو موجوده طبي، وقایوي او علمي وسایلو څخه کار واخلي او هم بشري مرستې وکړي».

الطیب همدارنګه وویل چي د کرونا ویروس په اړه باید ناسمې آوازې خپرې نه سي ځکه په خبره یې دا موضوع کیدای شي د حکومت پر اقداماتو باندې د خلکو اعتماد راکم کړي.

د مصر د حج او اوقافو وزارت د «الاحرام» ورځپاڼي په حواله په دې منځ کي اعلان کړی دی چي د مسجدونو د تړلو موده به نوره هم وغځوي. البته تر هغو پوري چي د کرونا پر ویروس باندي غلبه حاصله سوې وي. د رپوټونو پر اساس په مصر کي تر اوسه پوري د کرونا ۶۰۹ مثبت پيښي ثبت سوي او له کبله یې ۴۰ انسانان مړه سوي دي.

(qn/ms (kna