1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان کریکټ: ۲۰۱۷ څرنګه تیر شو، په ۲۰۱۸ کې به څه وشي؟

۱۳۹۶ دی ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان کریکټ په ۲۰۱۷م کال کې ستري لاسته راوړني لرلې چې تر ټولو مهمه یې د کريکټ نړیوالي شورا افغانستان ته د ټیسټ درجه ورکړه. خو کریکټ بورد د نوي کال له پاره هم پراخ پلانونه لري.

https://p.dw.com/p/2qL6Q
Cricket 2017 Hero CPL Rashid Khan
انځور: Getty Images/CPL T20/R. Brooks

د کريکټ مبصرین وايي چې ۲۰۱۷م کال به د افغانستان د کريکټ په تاریخ کې یو تر ټولو مهم کال وي، ځکه افغانستان په لنډ وخت کې تر سخت مزل وروسته داسې یوه موقف ته رسیدلی چې ځیني هیوادونه یې له لسیزو په هڅه کې دي. د دوی په وینا دا بريا افغانستان ته د نړیوالې شورا له لوري د ټیسټ درجه ورکول ده. په دې سره اوس د کريکټ نړیوالې شورا د ټیسټ او دایمي غړو شمیر له لسو اوښتی او د افغانستان او آیرلنډ په زیاتیدو سره ۱۲ لوبډلو ته ورسید. د دې کار په پایله کې افغانستان له نورو لوبډلو سره لا ډیري لوبې او د کريکټ له نړیوالې شورا څخه لا ډیر مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

په ۲۰۱۷م کال کې د کريکټ د ملي لوبډلې او لوبغاړو فعالیت ته کتنه

د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې د افغانستان کريکټ لوبډلي وکولای شول چې له آیرلنډ څخه د سحرا په نامه د۲۰ اورونو یا ټي ټونټي یو سیریز وګټي او د همدې سریز په ترڅ کې د افغان لوبډلې پخواني لوبغاړي نوروز منګل سره مخه ښه هم وشوه. نوروز منګل چې له افغان لوبډلي سره له پیل څخه یوځای وو، له کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ او اوسمهال د افغانستان د کريکټ لوبډلې د غوراوي کمیټي چارې پرمخ بیايي.

افغانستان څو میاشتې وروسته وکولای شول چې په اماراتو کې زیبمابوې هم پر ګونډو کړي. د همدې کال په فبروروي میاشت کې په داسې حال کې چې افغان لوبډله له زیمبابوې سره په لوبو بوخته وه، د هندوستان په مشهور سوداګریز لیګ یا آی پي ايل کې د محمد نبي او راشد خان نومونه هم د هغو بهرنیو لوبغاړو په کتار کې راغلل چې په دې لوبو کې به برخه واخلي.

دا لومړی ځل وو چې افغان لوبغاړي په دې ستر او مشهور لیګ کې لوبه کوي. پر دې ټولو سربیره ۲۰۱۷م کال د راشد خان له پاره هم یو یادګاري کال وو. دغه ۱۸ کلن ورو توپ اچونکي چې په ګوګلي ماسټر باندي مشهور دی، وکولای شول چې په خپل توپ اچوني سره د کريکټ نړۍ حیرانه کړي.

په دې توګه نبي په آي پې ایل کې اخیستل شوی لومړی افغان لوبغاړی وو چې د شاوخوا ۴۶ زره ډالرو په بدل کې واخیستل شو. د لوبغاړو د اخیستلو په بهیر کې په زړه پورې پړاو هغه وخت را مخې ته شو، چې دوو لوبډلو د راشد خان په اخیستو په خپلو کې رقابت پیل کړ چې له امله یې راشد خان د سن رازیزرز حیدر آباد لوبډلې د ۵ لکه او ۹۵ زره امریکايي ډالرو په بدل کې واخیست.

تر دې یوازې یوه میاشت وروسته، نبي او راشد دواړه د کربین لیګ په سیالیو کې هم واخیستل شول. په دې سیالیو کې نبي د ۹۰ زره ډالرو او راشد خان بیا د ۶۰ زرو ډالرو په بدل کې واخیستل شول. په همدې دواړو لیګونو کې افغان لوبغاړو خپله ښه وړتیا وښودله او راشد خان بیا تر نبي ډیر وځلید. راشد خان د کربین لیګ په سیالیو کې لومړی لوبغاړی شو چې هیټریک یا درې ویکټې پرله پسې واخلي.

د همدې ۲۰۱۷م کال په پای کې دغو دواړو افغان لوبغاړو یو بل ښه خبر هم ترلاسه کړ او هغه د آسترالیا په بیګ باش سیالیو کې د ګډون خبر وو. دغه سیالۍ اوس (۲۰۱۸م کال د جنوري ۴) په آسترالیا کې روانې دي او دواړو افغان لوبغاړو تراوسه پوري د خلکو زړونه ساتلي دي او ښې لوبې یې کړي دي. په عین وخت کې افغانستان وکولای شول چې په ۲۰۱۷م کال کې د لویو وچو په سیالیو کې هم بریا خپله کړي او د جدول په سر کې خپل ځای لا پسې ټینګ کړي.

د ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې هم په دې کال کې ستره لاسته راوړنه درلوده او هغه په اندونیزیا کې د ۱۹ کلنو د آسیا جام د اتلولی مقام ترلاسه کول وو. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې وکولای شول چې په ډیر ځواک سره په دې سیالیو کې برخه واخلي او ځینې غښتلې لوبډلې لکه پاکستان ته په لومړي پړاو او بیا په پایلوبه کې ستري ماتې ورکړي او دغه اتلولي په خپل نامه ثبت کړي. افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله اوس په نیوزیلنډ کې ده او نړیوال جام ته چې د روانې جنوري میاشتې پر ۱۳ نېټه پیلیږي چمتووالی نیسي.

په همدې ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان د کريکټ مینه والو یو بد خبر هم ترلاسه کړ، او هغه د کريکټ د نړیوالې شورا له لوري د ډوپینګ د قوانینو په رڼا کې پر محمد شهزاد باندي د ممنوعه دارو درملو د کارولو له امله بندیز وو. خو د کريکټ بورډ د هڅو او له قانوني لارو وروسته، د کريکټ نړیوالي شورا پر شهزاد محمدي باندې وضع کړل شوی بندیز د جنوري میاشتې پر ۱۷ نیټه بیرته پای ته رسوي. په دې سره شهزاد چې د کريکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی دی، کولای شي چې بیرته نړیوالو لوبو ته را وګرځي.

۲۰۱۸م کال د افغانستان کريکټ له پاره څه لري

د افغانستان کريکټ بورډ له هغه وروسته چې له هندي روزونکي یا کوچ لال چاند راجپوت، سره د روزونکي په توګه تړون ونه غځاوه، نو فلیپ زیمونس یې د نوي کوچ یا سر روزونکي په توګه وټاکه. ټاکل شوې ده چې هغه به د جنوري میاشتې پر۸ نیټه خپله نوې دنده پیل کړي او د نوموړي له پاره به تر ټولو نږدې مهم ماموریت له زیمبابوې سره د افغانستان لوبې وي. ټاکل شوې ده چې له زیبمبابوې سره دغه سیریز به په راتلونکې فبروري میاشت کې په متحدو عربي اماراتو کې وي.

د دې ترڅنګ د روان کال په مارچ میاشت کې په زمبابوې کې د کريکټ ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام د ګډون له پاره د غوراوي سیالۍ هم پلان شوي چې پر څلورو لومړۍ درجه لوبډلو سربیره ټولې لس لوبډلې ګډون کوي. افغانستان، ایرلینډ، ویسټ انډیز او د سیالیو کوربه هیواد زمبابوې د لومړۍ درجې لوبډلې دي چې په دې لوبو کې برخه اخلي. د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کوربه توب دا ځل د انګلستان پر غاړه دی.

سربیره پر دې ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته د غواروي لوبې هم په دې کال کې وشي. د نړیوال جام پر غوراوي سیالیو سربیره، د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه هم د دې کال یو له مهمو سپورتي پیښو څخه ده.

په عین وخت کې کريکټ بورډ هم خبر ورکړی چې په پام کې لري په ۲۰۱۸م کال کې په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان پریمیر لیګ په نامه یو نړیوال لیګ جوړ کړي. د دوی په وینا په دې لیګ کې به له یوې خوا کريکټ بورډ او لوبغاړو ته مالي سرچینې پیدا شي او له بل لوري به د افغانستان لوبغاړي د نړۍ له مشهورو لوبغاړو سره د مخامخ لوبو او د هغوی له تجربو څخه د ګټې اخیستلو فرصت تر لاسه کړي.

د کريکټ بورډ په وینا له بنګلدیش سره هم د لوبو د ترسره کولو پر سر خبري پیل شوي خو تراوسه پورې په دې هکله کوم پرمختګ نه دی شوی. سربیره پر دې ټاکل شوې چې په دې کال کې به افغانستان په آسیا جام کې هم برخه واخلي.

تر اوسه پورې داسې ښکاري چې روان ۲۰۱۸م کال به د افغانستان د کريکټ د مختلفو لوبډلو له پاره خورا یو بوخت کال وي او کريکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې ۲۰۱۸م کال به د ۲۰۱۷م کال په څیر له لاسته راوړنو ډک کال وي.

ESPN Cricinfo - ACB - AG - (K.H/N.Z)