د افغانستان چارلي چاپلين خپل جګړه ځپلي هيواد کې خلک خندوي
کريم اثير چې د «افغانستان چارلي چاپلين» باندې مشهور دی، هڅه کوي تر څو د خپل هنر له لارې خپل جګړه ځپلي او کړيدلي هيوادوال خوښ وساتي. هغه وايي د خلکو ښادي او خندا ورته ډير اهميت لري. دلته يې انځوريز البوم کتلای شئ!
د افغانستان چارلي چاپلين د تروريستي ډلو د ځانوژنکو حملو، ډله ييزو بريدونو او چاودنو شاهد دی، خو هغه هڅه کوي چې خپل درديدلي هيوادوال خوښ وساتي.
کريم اثير يو افغان کميډين دی چې په کابل کې د نامتو هنرمند چارلي چاپلين هنر نندارې ته وړاندې کوي او خلک خندوي. هغه وايي: «په همدې سادګۍ سره غواړم د خلکو د خندولو له پاره يو دليل واوسم.» دا کار د اثير په ژوند کې له لومړنيو موخو څخه دی.
د افغانستان چارلي چاپلين د اصلي چارلي چاپلين په توګه کالي اغوندي. هغه خپلې ستګې توروي، لنډ بريتونه، مخصوصه خولۍ، د سپين يخن قاق سره توره دريشي اغوندي او امسا يې هم په لاس وي. هغه د چارلي چاپلين په څير دريږي او د هغه حرکات په ښه توګه ادا کوي.
۲۵ کلن کريم اثير وايي په ټوله نړۍ کې د چارلي چاپلين په څير شخصيتونه شته چې خلکو سره مرسته کوي تر څو يې د هغوې غمونه او انديښنې لرې او پر ځای يې د څو شيبو له پاره خوښ ساتلي او خندولي وي.
د اثير کورنۍ په ۱۹۹۶ کال کې کله چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې ونيوه، ايران ته کډه شوه. هغه د ماشوماتوب دوره په مهاجرت کې تيره کړه او بيا یې د ايران په تلويزيون کې د چارلي چاپلين په حيث نقشونو کې کار وکړ.
له ايرانه افغانستان ته تر بيرته راستنيدو وروسته د اثير کورنۍ د هغه له دغه کار سره مخالفه وه، خو اثير د هغې سربيره خپل هنري فعاليتونو پيل کړل. هغه وايي چې تندلارو اسلامپالو ګواښلی دی او ورته ويلي يي دي چې هنر يې غير اسلامي دی.
د افغانستان چارلي چاپلين د ګواښونو سره سره، د اعانې راټولو له پاره د خلکو په منځ کې، پارکونو کې، ښونځيو، يتيم خانو او شخصي محفلونو کې تمثيل کوي. هغه په دې کار سره د دې لامل ګرځي چې په جګړې کې راګير د افغانستان خلک خوښ وساتي.
کريم اثير د خپل کار په ارزښت پوهيږي. هغه وايي: «که څه هم زه ويريږم چې کيدا شي په کوم محفل کې چې ګډون کوم بريد راباندې وشي، خو زه بيا هم خلکو ته چانس ورکوم تر څو هغوی د يو څو شيبو له پاره له ناامنۍ، جګړو او وژنو څخه لرې وي او خپلې ستونزې هيرې کړي.
د افغانستان چارلي چاپلين نه غواړي د عوامپالو له ويرې خپل کار څخه پريږدي. د هغه له پاره دا ډير اهميت لري چې په کابل کې ورڅخه خلک راچاپير وي او خاندي. کله کله ورسره خلک سيلفي عکسونه هم اخلي. هغه خاندي خو وايي چې «په زړه کې انديښنه لرم». انځورونه د رويټرز خبري آژانس.