1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغانستان څخه بايد په کافي اندازه عسکر را ووزي"

۱۳۸۹ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د سپيني ماڼۍ ۸۱ قانون جوړونکو چي زياتره يې جمهوري خوښوونکي دي پر بارک اوباما فشار راوړي چي په جولای کي د افغانستان څخه بايد په(معلومه اندازه) امريکايي ځواکونه راوباسي.

https://p.dw.com/p/RAA6
امريکايي ځواکونه
امريکايي ځواکونهانځور: AP

ددغه ګروپ ټولو غړو د اوباما څخه په يوه خط کي غوښتي. دا خبره روښانه ده چي په جولای کي د افغانستان څخه د کم شمير عسکرو راويستل نه د کانګريس هيله پوره کوي او نه د امريکا د خلکو.

هغوی زياته کړې« موږ د کانګريس غړي په دې باوري يو چي په راتلونکي کي به په افغانستان کي د امريکايي پوځونو کمښت بايد په خاص او معلوم شمير وي.»

په خط کي په ګوته ېوې چي په ګډو نظر پوښتنو کي د امريکا خلک دا يو بې ارزښته جنګ بولي او د پيسو لګښت يې هم د ډيرو دولتي پروګرامونو په مخ کي خنډ دی.

خط زياتوي چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغان دولت سره د اختلاس پر ضد مبارزه کي او د ښه حکومت دارۍ د رامنځته کيدو دپاره هر اړخيزه مرستي په لار واچول سي.

موږ بايد ځان په دې متيقن کړو چي په افغانستان کي زموږ پوځي شتون زموږ حيثيت نه تعينوي. اوس وخت رارسيدلی چي د امريکا اقتصاد او د امريکا د خلکو و خوشحاله راتلونکي ته خپل پام واړوو، او په افغانستان کي د امريکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدو.

په يو بل خبر کي د ملګرو ملتونو مشر وايي چي افغانانو د خپل راتلونکي په لور مثبت قدمونه اخيستي خو د قدرت د انتقال پروسه له ډيرو ننګونو سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون زياته کړې چي هغه مهمي مسلې چي په اول قدم کي بايد حل شي د قانوني او اجرائيوي ارګانونو له مخه د پارلمان د حيثيت تعين او بله هم د کابل د اوسني بحران موضوع ده.

بانکي مون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په درې مياشتني راپور کي وايي که د پارلمان پر سر کړکېچ دوام ومومي او يا هم دا موضوع په سياسي کړکيچ واوړي، نو ددولت اعتبار به هم زيانمن کړي.

هغه زياته کړې چي د کابل بانک اوسنی حالت د افغانستان اقتصادي سيستم دبې باورۍ سره مخامخ کړی او د راتلونکو بين المللي مرستو مخه يې ډب کړې.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل