1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان په کریکټ بورد کې لوی بدلونونه راغلل

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په دې اداره کې د لویو بدلونونو اعلان وکړ. د کریکټ بورډ او غوراوي کمیټو په غړو کې بدلون د سه شنبې ورځې د کنفرانس تر ټولو مهم ټکي ول.

https://p.dw.com/p/3K9lg
Afghanistan Neuer Vorsitzender der ACB Azizullah Fazli
انځور: Afghanistan Cricket Board

عزیزالله فضلي روښانه کړه چې د کریکټ بورډ پخواني غړي یا په خپله له خپل غړیتوبه تیر شوي او یا هم هغوی له کریکټ بورډ څخه ایستل شوي. د فضلي په حواله تر دې وروسته به سناتوره نورګلالۍ صافۍ، د ښارونو جوړولو وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر غني مشاور ضیاالحق امرخیل او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل، د کریکټ بورډ د غړو په توګه کار وکړي.

فضلي ټینګار وکړ چې د نویو غړو د کار له پیل سره به کریکټ بورډ وشي کړای چې خپلې پخوانۍ نیمګرې پروژې سر ته ورسوي.

کریکټ بورډ په غوراوي کمیټې کې هم بدلون اعلان کړ او روښانه یې کړه چې تر دې وروسته به د دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای د افغانستان د نوولس کلنو لوبډلې روزونکی ایندي مولز او په کورني کریکټ کې فعاله مجاهد ځدران د دې کمیټې غړي وي.

فضلي ټینګار وکړ چې دغه کمیټه به تر دې وروسته په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي او الف لوبډلو په انتخاب کې پراخه نقش لري.

کریکټ بورډ پر دې سربیره د افغانستان پریمیر لیګ ته هم نوې کمیټه ګومارلې او د رسنیو له پاره یې هم یو نوی مسوول ټاکلی دی. په کریکټ بورډ کې په داسې حال کې دغه بدلونونه رامنځ ته کیږي چې لا وختي دغه کمیټه له دې کبله تر نیوکو لاندې ده چې تر نړیوال جام لږ مخکې یې د افغان لوبډلې کپتان اضغر افغان، ګوښه او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکه.

له بلې خوا له نړیوال جام څخه د افغانستان د تکډه لوبغاړي شهزاد محمدي، وتلو هم د کریکټ په اړه تاوده بحثونه راپارولي دي. شهزاد وایي چې روغ رمټ دی او نه پوهیږي چې ولې له لوبډلې ایستل شوی دی، خو کریکټ بورډ بیا ټینګار کوي چې د شهراد زنګون ټپي شوی وو نو ځکه یې په عوض د کریکټ د نړیوالې شورا له رضایت سره اکرام علي خیل راوغوښتل شو.