د افغانستان په لویدیځ کې ملي اردو په بې پیلوټه الوتکي سمبال شو
د ناټو «پریکړنده ملاتړ ماموریت» ځواکونو د افغانستان په لویدیځ کې د ملي اردو سرتیرو ته د بې پیلوټه الوتکې د کاروني زده کړي ورکړې. ځواکونو عملي تجربې هم وکړي.
په ۲۰۷ ظفر قل اردو کې د کشفي بې پیلوټه الوتکې ساحه
۲۰۷ ظفر قل اردو کې د بې پیلوټه کشفي الوتکو ساحه پرانیستل شوه. د هرات والي عبدالقیوم رحمي، وایي چې اوسمهال دوی کولای شي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د یاغیانو پټنځايونه په کشفي بې پيلوټه الوتکې سره تر نظر لاندې وساتي.
د بې پیلوټه کشفي الوتکو عملیات
دغه کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې یوازې د کشفي عملیاتو له پاره دي. دغه الوتکه کولای شي د خپل کنترول له مرکز څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پوري والوزي.
په عملیاتو کې د بې پيلوته الوتکو اغیزمنتیا
د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال نور الله قادري، وايي چې بې پيلوټه الوتکې د افغان امنیتي ځواکوو د عملیاتو د مخ ته وړلو په برخه کې اغیزمني دي.
د طالبانو د مرکزونو پيژندل
د جنرال نورالله قادري په خبره، د بې پیلوټه الوتکي په واسطه د طالبانو قرارګاوې پيژندل کیدای شي چې دا به په لویدیځ کې د ملي ادرو ځواکونو له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه وي.
د امنیت ټینګښت او د دښمن ځپل
د ظفر قل اردو د مسئولینو په وینا، افغان امنیتي ځواکونه به د بې پيلوټه کشفي الوتکو په برخه کې د روزنې پر مټ د امنیت په ټینګښت او دښمن په ځپلو کې ډیري لاس ته راوړني ولري.
په تصفیوي او جنګي عملیاتو کې له پرمختللو تجهیزاتو استفاده
مسئولین وایي چې په پام کې ده له دغو تجهیزاتو څخه په تصفیوي او محاربوي عملیاتو کې کار واخیستل شي.
د جنګي الوتکو په تمه
د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وایي، چې په پام کې ده د ناټو پریکړنده ماموریت، ځواکونه د ملي اردو ځواکونو ته دوې بې پيلوټه جنګي الوتکې په اختیار کې ورکړي.
د پریکړنده ماموریت، ځواکونو دوامداره ژمنې
په افغانستان کې د ناټو «پریکړنده ماموریت» د افغانستان له دولت او خلکو سره د دوامداره ژمنو ډاډ ورکړی دی او ویلې يې دي چې د دفاعي ځواکونو تعلیم، تجهیز او مسلکي تعلیم د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي.
د بې پیلوټه الوتکي کارول
د پوځي چارو پوهان له پرمخ تللو تجهیزاتو څخه کار اخیستل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال د سطحې لوړیدو په برخه کې اغیزمن ګڼي.
له نویو پوځي تکتیکونو سره آشنایي
د افغانستان د هوایي ځواک افسران چې په وروستیو کې یې په هرات ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې روزنیز کورس سرته رسولی وایي چې د پریکړنده ماموریت له لوري په روزنیزه دوره کې له نویو پوځي تکتیکونو سره آشنا شوي دي.
د غیر پوځي تلفاتو کمښت
وخت ناوخته په جنګي او تصفیوي عملیاتو کې سهواً ملکي کسان هدف ګرځي. کارپوهان هیله من دی چې له بې پیلوټه الوتکي څخه استفاده ښایي د ملکيانو د تلفاتو د کمښت سبب شي.