1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه پر پاکستان د هند غيرمستقيمه حمله

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو بحث کې که څه هم د پاکستان نوم وانخیست خو دا خبره څرګنده وه چې اشاره یې کوم هیواد ته ده.

https://p.dw.com/p/3vTdN
Russland | Indischer Außenminister Subrahmanyam Jaishankar
انځور: Russian Foreign Ministry/AFP

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو بحث کې که څه هم د پاکستان نوم وانخیست خو دا خبره څرګنده وه چې اشاره یې کوم هیواد ته ده.

هند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په تړاو بحث کې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ښه کیدو په هڅو کې خنډ رامنځ ته کولو له پاره پاکستان په غیر مستقیم ډول ګرم وباله او ویې ویل چې په هیڅ صورت به د پولې له بلې غاړې ترهګري و نه زغمل شي. هند افغانستان ته د ترانزیت د بشپړ واک ورکولو پر سر هم ټینګار وکړ.

د تاوتریخوالي ختمیدل اړین دي

د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر، په افغانستان کې د ښځو، لږکیو او مدني ټولنې د فعالانو پر وړاندې د بریدونو او تاوتریخوالي د ختمولو له پاره د جنګ بندۍ غږ وکړ او ویې ویل چې هند په افغانستان کې د واقعي سیاسي تفاهم له پاره د هرې هڅې هرکلی کوي.

جی شنکر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې د تلپاتې سولې له پاره په عاجل ډول د ترهګرو د خوندي پټنځایونو له منځه وړل او د ترهګرو د اکمالاتي کړۍ په بشپړ دول قطع کول ډیر اړین دي. ترهګري به په هیڅ صورت کې و نه زغمل شي چې په دې کې د پولې له بلې غاړې ترهګري هم شامله ده.» ظاهرا د هغه اشاره پاکستان ته وه.

جی شنکر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې «د دې خبرې یقیني کول هم مهم دي چې ترهګرې ډلې نورو هیوادونو ته د ګواښ یا پر هغوی د برید له پاره د افغانستان خاوره استعمال نه کړی شي.» د هغه په خبره په افغانستان کې د تلپاتې سولې له پاره اړینه ده چې د هیواد دننه هم ثبات ټینګ وي او په ګاونډیو هیوادونو کې یې هم.»

د ترانزیت د آسانتیا پر سر ټینګار

هند نړیوالې ټولنې ته وویل چې د افغانستان د پرمختګ او بیا رغاونې له پاره باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د هغه په خبره: «د افغانستان اقتصادي ودې ته لاس رسی اړین دي. نړیواله ټولنه بايد پر افغانستان د مصنوعي نافذو ترانزیتي خنډونو د لیرې کولو له پاره کار وکړي او د کوم خنډ پرته افغانستان ته د رسیدو له پاره د ترانزیتي حقوقو ضمانت ورکړل شي.»

په اصل کې هند شکایت لري چې د پاکستان د خنډونو له کبله د هند توکي د ځمکې له لارې افغانستان ته نه رسیږي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان محصولاتو ته، هند ته د لیږد اجازه ورکړې ده. نوي دیلي د دغو خنډونو د مخنیوي له پاره د افغانستان او هند تر منځ هوایي دهلېز پرانيستی او د ایران پر چابهار بندر باندې له همدې مقصد له پاره پانګونه کوي.

د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه

هند په وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له تازه رپوټ څخه دا خبره روښانه کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مذاکراتو سربیره په تاوتریخوالي کې کوم کمی نه دی راغلی.

د هغه په خبره: «د دې برعکس په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی او په ځانګړي ډول د می له لومړۍ نېټې راهیسې په دغه هیواد مذهبي لږکي، زده کوونکي، افغان امنیتي ځواکونه، علما، پر مهمو څوکیو ګمارل شوې ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او ځوانان د بریدونو هدف ګرځول کیږي.»

له طالبانو سره د اړیکي تائید

په دې ترڅ کې د قطر یوه دیپلومات چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ګډون لري، دا خبره تائید کړې ده چې هندي چارواکو د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني یوه سینمار ته په وینا کې ویلي دي چې هند هم له طالبانو سره چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د یوه «کلیدي عنصر» په سترګه ورته کتل کیږي په خبرو اترو بوخت دی.

د دې میاشتې په لومړیو کې داسې خبرونه خپاره شوي ول چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو له کبله هند د عبدالغني برادر په ګډون د افغان طالبانو له مختلو ډلو سره په اړیکه کې دی.

جاوید اختر

نوی دیلی

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب