1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د ترمپ څرگندونو سخت غبرگونونه راپارولي

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

د دونالد ترمپ هغه څرگندوني چې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره يې په سپينه ماڼۍ د کتنې پرمهال د افغانستان د جګړې په هکله کړي، د افغانانو سخت غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3MZgC
US-Präsident Donald J. Trump empfängt den pakistanischen Ministerpräsidenten Imran Khan
انځور: picture-alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سپينه ماڼۍ کې د کتنې او له رسنیو سره د خبرو پرمهال د افغانستان د جګړې په هکله وویل چې که وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شوي، خو نه غواړي چې لس میلیونه کسان ووژل شي. ولسمشر ترمپ د خپلو خبرو پرمهال همدا راز زیاته کړه چې کولی شي افغانستان د ځمکې له نقشې څخه پاک کړي.

د افغانستان په هکله د ترمپ دغو څرګندونو د ارګ په ګډون د یو شمیر سیاستوالو او عادي افغانانو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترمپ د پرونیو څرګندونو په هکله د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان له لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ترمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.» ارګ ژمنه کړې چې حکومت به د دې موضوع په هکله تحولات له افغانانو سره شریک کړي.

د ارګ له لوري د خپرې شوې اعلامیې په بله برخه کې همدا راز راغلي چې افغانستان بهرنیو قدرتونو ته د خپل سرنوشت د ټاکلو واک نه ورکوي: «د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.» اعلامیه زیاتوي چې له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.

پر ارګ سربیره، په پاکستان کې پخواني سفیر حضرت عمر زاخلیوال او د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم د ترمپ څرګندونو ته غبرګون ښوولی دی. رحمت الله نبیل چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند هم دی، د ترمپ څرګندونې بې احترامي ګڼلې دي.

نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د ولسمشر ترمپ له لوري د افغانستان سپکاوي ته په ځواب کې، د ولسمشر غني، د طالبانو د مشرانو په ګډون ټول افغان سیاستوال باید خپلې خودخواهۍ یوې خواته کړي او اعلان کړي چې موږ په خپلو کې سوله کوو او د پاکستان او امریکا منځګړتوب ته اړتیا نه لرو.» نبیل وړاندې لیکلي چې افغانستان مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي، ساتنې ته اړتیا لري. 

پر نبیل او ارګ سربیره په پاکستان کې پخواني سفیر حضرت عمر زاخلیوال هم د ترمپ څرګندونو ته غبرګون ښوولی دی. زاخلیوال پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «چنګیز او له هغه څخه مخکې او وروسته یرغلګر هم په همدې نیت راغلل او ولاړل مګر دا هیواد لا هم ځلیږي، لکه ستوری پر آسمان! خو ستا خبري هغو ته ډالۍ دي چې د بمونو د مور په گډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لایې کوي.»

د امريکا ولسمشر د افغانستان له پاره د سولي په خبرو اترو کي پرمختگ ويني. هغه له عمران خان سره په ملاقات کي ويلي دي چي امريکا په تيرو اوونيو کي په دې برخه کي «ستر» پرمختگ کړی دی.

ترمپ ويلي دي چي پاکستان به په افغانستان کي د سولي په پروسه کي مرسته وکړي، څو له افغانستان څخه امريکايي ځواکونه ووځي.

US-Präsident Donald J. Trump empfängt den pakistanischen Ministerpräsidenten Imran Khan
انځور: picture-alliance

په دې ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د افغانستان د جګړې په هکله څرګندونې درلودې. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان مساله د جګړې له لارې نه شي حل کیدلی.