1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان روزونکي له رازونو پرده پورته کولو خبره وکړه

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې روزونکي فیل سیمونس، ویلي دي چې تر نړیوال جام وروسته به د افغانستان خلکو ته ووایي چې پخواني افغان سلیکتر دولت احمدزي، د اصغر افغان په گوښه کولو کې کوم نقش لاره.

https://p.dw.com/p/3KhiZ
Cricket Coach  Phil Simmons
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Mazalan

افغانستان په روان نړیوال جام کې هغه شان چې تمه ترې کیده نه دی ځلیدلی. افغان لوبغاړو تر اوسه پورې خپلې ټولې لوبې بایللي دي. د نړیوال جام تر پیلیدو لږ مخکې د افغانستان کریکټ بورډ پخوانی کپتان اصغر افغان، له دې مسوولیت څخه ګوښه کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب، د یو ورځینو لوبو د کپتان په توګه وګوماره.

دې پریکړې نه یوازې د کریکټ د یو شمیر شنوونکو نیوکې راوپارولې بلکه پخپله د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو هم پر تویتر باندې د دې موضوع خلاف خپل غږ پورته کړ. راشد خان او محمد نبي دواړو ویلي وو چې نړیوال جام ته نزدې د کپتان بدلول به د لوبډلې پر روحیې منفي اغیزه وکړي.

دا چې د افغانستان د لوبډلې په نه ځلیدو کې د کپتان بدلیدو څومره نقش لوبولی دي، ښايي روښانول یې ستونزمن کار وي. خو د افغانستان کریکټ بورد تل ټینګار کړی دی چې پریکړه یې پر ځای ده او هدف یې د ځوانو لوبغاړو مخې ته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوبډلې روزونکي فیل سیمونس، د چهارشنبې په ورځ پر خپل تویتر باندې لیکلي دي چې د افغانستان د کریکټ بورد د پخواني سلیکتر دولت احمدزي، د نقش په اړه به د نړیوال جام پای ته تر رسیدو وروسته له افغانانو سره معلومات شریک کړي.

هغه ویلي دي: «زه اوس د یوه نړیوال جام په منځ کې یم او هڅه کوم چې زموږ لوبډله هغه شان لوبه وکړي چې ترې تمه کیږي.»

د افغانستان دې روزونکي زیاته کړې: «خو د نړیوال جام په پای کې به د افغانستان خلکو ته ووايم چې ښاغلي دولت احمدزي زموږ په چمتووالي او د اصغر افغان په ګوښه کولو کې کوم نقش لوبولی دی.»

د سیمونس دغه پیغام د افغانستان په کریکټ بورد او لوبډله کې ښايي هغه ستونزې په ډاګه کړي چې ډیر شنوونکي یې د موجودیت ادعا کوي. تر دې مخکې افغان لوبغاړي شهزاد محمدي، چې له نړیوال جام څخه د کریکټ بورد په خبره د ټپ له کبله و ایستل شو، کابل ته تر رسیدو وروسته ادعا کړې وه چې دی روغ رمټ دی او پر دې هم نه پوهیږي چې ولې کابل ته استول شوی.

محمدي دا ادعا هم کړې وه چې پخوانی کپتان اصغر افغان چې د افغانستان په لومړيو درو لوبو کې نه وو لوبیدلی، هم روغ رمټ دی او د ټپ په پلمه له لوبې بهر شوی دی.

کریکټ بورد لا تر اوسه پورې د سیمونس د تویټ په اړه څه نه دي ويلي.