1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان د کریکټ بورډ رئیس له دندې گوښه کړل شو

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

د ارګ له لوري په خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې فرحان یوسفزی د کریکټ بورډ د غړي او نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی. تر دې دمخه عزیزالله فضلي د افغانستان د کریکټ بورډ عمومي رئیس وو.

https://p.dw.com/p/3Mdlb
Afghanistan Neuer Vorsitzender der ACB Azizullah Fazli
انځور: Afghanistan Cricket Board

د کریکټ تر نړیوال جام وروسته د افغانستان په کریکټ بورډ او همداشان په ملي لوبډله کې د بدلونونو لړۍ ادامه لري.

د یوه نوي اقدام په ترڅ کې فرحان یوسفزی د کریکټ بورډ د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی فرحان یوسفزی د افغانستان د کریکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه وګومارل شو.»

خو په اعلامیه کې د کریکټ بورډ د پخواني رئیس عزیزالله فضلي په هکله څه نه دي ویل شوي.

څو ورځې ترمخه په ارګ او کریکټ بورډ کې یوې سرچیني دویچه ویله ته د عزیزالله فضلي د ګوښه کیدو خبره کړې وه، خو هغه مهال ښاغلی فضلي په لندن کې وو.