1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ ټاکنو ۴ کاندیدانو انتخاباتي پروګرامونو ته ځغلنده

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د انتخاباتي کمپاینونو په ترڅ کې د پروګرامونو او طرحو په هکله کم بحثونه کیږي، ویناوې زیاتره عوامپاله بڼه لري او مطرح کاندیدان پر یو او بل تورنه لګوي. مطرح کاندیدان د مهمو مسایلو په هکله څه دریځ لري؟

https://p.dw.com/p/3QAKZ
Afghanistan Wahlen
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو په شمول ۱۸ کاندیدانو د ولسمشرۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله، خو دغه ټول ټیمونه پر دې ونه توانیدل چې تر آخره خپلو سیالیو ته ادامه ورکړي.

حنیف اتمر چې یوه د مطرح کاندیدانو په توګه انګیرل کیده، د خپل انتخاباتي ټیم د غړو تر منځ د اختلافاتو له کبله يې خپلې هلې ځلې ودرولې. دوه نور کاندیدان شیدا محمد ابدالي او زلمی رسول د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تیر شول. اوس یوازې ۱۵ تنه په دغه سیالۍ کې پاتې دي. موږ د څلورو انتخاباتي ټیمونو څخه د سولې د مذاکراتو، اصلاحاتو او د ښځو په هکله د هغوی د پروګرامونو په هکله پوښتنې کړي دي. محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په تیرو پنځو کلونو کې شریکان او هم رقیبان ول. ګلبدین حکمتیار څو کاله په پټه د ژوند تیرولو وروسته د سولې له بهیر سره یو ځای شو او په سیاسي هلو ځلو کې ورګډ شوی او له یو خاص قشر څخه استازولي کوي. فرامرز تمنا ځوان کاندید دی چې له اکاډمیک ډګر څخه دغه مبارزې ته ورننوتی.

د سولې مذاکرات

د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړونکی» ټیم خپل پخواني دریځ ته ژمن دی. دغه ټیم وایي چې د ټاکنو د ترسره کیدو وروسته به له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات پيل کاندي. دغه ټیم له طالبانو سره په خبرو اترو کې د «جمهوریت» ساتل د سرې کرښې په توګه یادوي. د دغه ټیم یوه ویاند سید باقر کاظمي وایي: «موږ هغه ډول سوله غواړو چې د افغانستان د خلکو عزت پکې په پام کې نیول شوی وي، داسې سوله چې تلپاتې ثبات ولري او دا مسله کیدای شي تر ټاکنو وروسته صورت ونیسي.»

Afghanistan Wahlen
انځور: د افغانستان اجرائیه رئیس او د جمهوري ریاست ټاکنو نوماندانځور: Getty Images/P. Bronstein

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټیم له طالبانو سره خبرې اترې یو له خپلو اساسي هدفونو شمیري او وایي چې په ټاکنو کې د بریالي کیدو پر ځای ورته د سولې خبرې اترې لومړیتوب لري. دغه ټیم هم د طالبانو «اسلامي امارت» بیرته راګرځیدل نه قبلوي. د ثبات او همپالنې ټیم یوه ویاند بشر احمد ته ینج، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «که چیري طالبان حاضر شي موږ سره د مذاکرې میز ته کښیني، سره له دې چې په ټاکنو کې د بریا چانس ولرو د یوه نظام د شکل نیولو په هکله توافق کوو او چمتو یو.»

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «سولې او عدالت» ټیم هم د بهرنیانو د شمول پرته له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو پلوي کوي. د نورو کاندیدانو برخلاف ګلبدین حکمتیار له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره کومه سره کرښه نه لري. همایون جریر، چې حکمتیار ته نزدې کس بلل کیږي په دې هکله وویل: «طالبان هم باید د خبرو اترو له پاره سره کرښه و نه ټاکي. موږ افغانان باید په خپل منڅ کې سره کښینو او تصمیم ونیسو چې راتلونکی سیاسي نظام باید څه ډول نظام وي.»

د دغو ټاکنو یو ځوان نوماند فرامرز تمنا، په دې نظر دی چې هغه لاره چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې نیولې وه، د افغانستان د خلکو په ګټه نه وه. هغه هم پر بین الافغاني خبرو اترو، د جمهوري نظام په ساتلو، د ښځو حقوقو او په تیرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان د خلکو په لاس ته راوړنو ټینګار کوي. فرامرز تمنا په دې هکله وویل: «باید د هغو کسانو د معیشت زمینه برابره شي، چې د اقتصادي فقر په خاطر د حکومت پر وړاندې جنګیږي.»

اصلاحات او د فساد پر ضد مبارزه

اداري فساد په افغانستان کې یوه له جدي ستونزو ګڼل کیږي او په تیرو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان وکړ چې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرسته د فساد پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د حکومت د ناکامۍ له کبله بیرته خپلې خزانې ته ګرځوي.

د ولسمشر غني ټیم پر دې باور دی چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د واک ویش د دې سبب شوی دی چې د فساد پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه اغیزمن نه وي او د نړیوالې ټولنې باور راکم کړي. د دغه ټیم یوه ویاند کاظمي وویل: «د اصلاحاتو ناتمامه فصل به پای ته ورسیږي او په مختلفو وزارتونو او سفارتونو [...] او ټولو ادارو کې له ارګ څخه نیول ته کلیو او بانډو به فساد ختم کړو.»

د ډاکټر عبدالله، ټیم هم د فساد پر ضد مبارزې باند په جدي ډول ټینګار کوي او وایي چې د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د رضایت او باور تر لاسه کولو له پاره به له ارګ څخه مبارزه پیل کړي. ته ینج، په دې هکله یادونه وکړه چې هڅه کوي چې ځوانان چې په فساد کې ښکیل نه وي، د حکومت په راس کې ځای ونیسي.

فرامرز تمنا، بیا د فساد پر ضدر مبارزه کې د قانون تطبیق او په ځانګړي ډول مکافات او مجازات او د اصلاحاتو رامنځ ته کول ارزښتناک بولي: «له دې څخه هیڅ ډول سرغړونه نه کوو چې یو څوک په فساد ککړ وي او هغه وبخښل شي. څوک چې فساد کوي باید د خپلو اعمالو په جزا ورسیږي.»

Afghanistan Wahlen
انځور: ګلبدین د خپل انتخاباتي ټیم له غړو سرهانځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ انتخاباتي ټیم وایي چې د فساد پر ضد مبارزه او د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې یې لومړنی کار اهل کار ته د کار سپارل دي.

د ښځو د مشارکت څرنګوالی

اوسمهال په بیلا بیلو برخو کې په ځانګړې توګه په لوړو دولتي پستونو کې میرمنې دندې لري، خو په ډیری مواردو کې د ښځو نقش نمایشي عنوان شوی دی. د اشرف غني ټیم وایي چې دوی تر اوسه په افغانستان کې د ښځو نقش او مقام له پاره ډیر کارونه کړي دي. د اشرف غني د ټیم یو ویاند کاظمي دې ته په اشارې سره چې همدا اوس د لومړي ځل له پاره په کابل کې د ټولو ناحیو مرستیالانې ښځې ټاکل شوي دي وایي: «زموږ ټیم به د بریالي کیدو په صورت کې هڅه وکړي، چې د ښځو ځانګړی مقام په واقعي ډول هغوی ته ورکړل شي.»

د عبدالله عبدالله، ټیم هم په واقعي ډول د ښځو نقش ته ژمن دی. د دغه ټیم ویاند د ټیم په رهبرۍ کې د فرخنده زهرا نادري، ګومارلو ته په اشاره سره وايي چې دا په دې معنی ده چې ښځې د تصمیم نیولو په ځای کې مشارکت ولري. د عبدالله عبدالله ټیم په نظر کې لري چې په ټاکنو کې د بریالي کیدو په صورت کې اجرائيه رئیس او ډیر مرستیالان ولري.

که څه هم د ګلبدین حکمتیار ټیم د ټولنې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د ښځو پر مشارکت باور لري، خو د ښځو د ځینو آزادیو پلویتوب نه کوي. همایون جریر، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ښځې کولای شي په ستدیوم کې سندرې ووایي، وویل: «موږ د هغه بې محدودیته آزادیو چې غربي نړۍ پرې ګرفتارې ده او د دیموکراسۍ یوه له تورو نسخو څخه ده، طرفداره نه یو.»

د ګلبدین حکمتیار د ټیم دغه پر دې ټینګار کوي چې ښځې باید د اسلام د دین اصولو مطابق او باحجابه وي.

د ښځو د مشارکت په هکله د فرامرز تمنا نظر په بل ډول دی. د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند په انتخاباتي کمپاینونو کې د خپلې میرمنې په حضور سره د ښځو پر نقش باندې د باور کولو نمونه یادوي. هغه ټینګار کوي چې د دې اجازه به ور نه کړي چې له ښځو د حکومت د مشروعیت د ابزار په توګه استفاده وشي.