1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ولې نه اعلانیږي؟

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به ژر اعلان کړي. خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزه ډله بیا ټاکنو کمېسیون د یوې ټاکنیزې ډلې په پلوی تورنوي او د جمعې په ورځ یې د لاریونونو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/3TtyJ
Hawa Alam Noorestani Leiterin afghanische Wahlkommission
انځور: Afghan CEO Office

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې چې ټولې ټاکنیزې چارې په بشپړې خپلواکۍ پرمخ وړي او د هیڅ ډلې تر سیاسي فشار لاندې نه دي.

ددغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ میلادي کال د نومبر ۲۸مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال هغه تورونه رد کړل چې ګواکې کمېسیون د یوې مشخصې ډلې په ګټه د ټاکنو د پایلو د اعلانولو هڅه کوي:«کمېسیون پر خپل تعهد ولاړ دی او مونږ بیا ټینګار کوو چې په بشپړې بې طرفۍ سره کار کوو او د هیچا تر فشار لاندې نه راځو.»

اغلې نورستانۍ زیاته کړه چې د شفافیت د ټینګښت له پاره یې د رایو ارزونې او بیا شمېرنې لړۍ پیل کړې، چې په ۲۶ ولایتونو کې دا بهیر بشپړ شوی، خو په اوو ولایتونو کې یې اعتراض کونکو دفترونه تړلي.

د نوموړې پروینا دوی ژمن دي چې ډير ژر د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو په یادو اوو ولایتونو کې یې د دفترونو تړل کېدو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي: «مونږ د خلکو له حوصلې او صبر نه مننه کوو. بیا هم وایو چې ډېر ژر به د ټاکنو ابتدايي نتایج اعلان کړو، خو مونږ له ټاکنیزو ټکټونو غواړو چې مونږ ته اجازه راکړي مونږ دې پریږدې چې خپل تفتیش او بیاشمېرنه تکمیل کړو او د شفافو رایو په اساس د ټاکنو ابتدايي نتایج اعلان کړو.»

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ټاکنو کمېسیون تورن کړی چې د یوې مشخصې ټاکنیزې ډلې په دستور عمل کوي او خپلواکي یې هم تر پوښتنې لاندې ده.

د مدني اعتراضونو خبرداری

دې ډلې خبرداری ورکړی چې که چېرې د ټاکنو کمېسیون خپلې کړنې قانوني نه کړي، نو د راتلونکو عواقبو مسؤلیت به هم د دغه کمېسیون د چارواکو پرغاړه وي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه ویاند ایمل خان صافي دویچه ویله ته وویل چې د جمعې ورځ یې په کابل کې پراخ لاریون پلان کړی: «د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم سبا د افغانستان له ټولو ولایتونو خپل پلویان کابل ته راغوښتي او د خپلو قانوني غوښتنو له پاره لاریون کوو چې دا زمونږ قانوني او مدني حق دی.»

جنجالي رایې

د ۲۰۱۹ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله ټاکنیزې ډلې لویه ادعا داده چې د سپتمبر ۲۸مې نیټې ټاکنو کې شاوخوا ۳۰۰ زره رایې شکمنې دي، چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وړاندې باید دا رایې باطلې وشمېرل شي.

خو ټاکنو کمېسیون وایې، له دې ډلې د ډير شمېر رایو باطلول د هغو رایو اچوونکو په حق کې زیاتی دی چې په سختو شرایطو کې یې رایې کارولي دي.

د کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په خبره، د یوې تخنیکي تېروتنې له امله نه ښايي چې د سلونو زره رایه اچوونکو په حق سترګې پټې کړو.

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي بیا له ټاکنیزو ډلو غواړي چې د ټاکنیز بهیر بشپړولو اجازه دې ورکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد امان الله احمدزي دویچه ویله ته وویل: «د ټاکنیزو ډلو له پاره د شکایتونو اصلي مرجع د شکایتونو کمېسیون دی، د ابتدايي نتایجو تر اعلان مخکې د دفترونو تړل او یا د مظاهرو او اعتراضونو کول د حل لاره نه ده، دوی دې پریږدي چې کمېسیون څه کوي.»

د چارو کتونکي ټاکنو کمېسیون هم په ټاکنیز مدیریت کې ناکام بولي او زیاتوي چې تراوسه یې لږ تر لږه د ټولو رایه اچونکو ټولیزه او ټول منلې شمېره نه ده اعلان کړې.

اسماعیل شاکر، کابل