1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د افغانستان د مرکزي سیمو موټر چلونکو څخه څوک باج اخلي؟

۱۳۹۸ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

د باميان، دايکندي او غور ولایتونو يو شمير سوداګر، دوکانداران او موټر چلونکي شکایت کوي چې طالبانو او غیر مسوله وسلوالو د لارو په اوږدو کې پاټکونه جوړ کړي او له ټولو لويو موټرو چې له دغه لارې تیریږي پيسي اخلي.

https://p.dw.com/p/3GSy0
Afghanistan illegale Zollerhebungen in der Provinz Parwan
په پروان کې د غیر مسوله وسلوالو یوه پوستهانځور: DW/A. Akrami

د افغانستان د مرکزي سيمو يو شمير سوداګرو او موټرچلونکو دويچه وله ته وويل چې طالبان د جلريز ولسوالۍ بازار ته څیرمه له يوې سيمې څخه نيولې ميدان ښار ته تر نژدې يوې سيمې پورې پر اته کيلومتره لار کنترول لري. د دوی په وينا طالبان پر دغه لار له هر باروړونکي موټر څخه د مالیې په نوم له ۵۰۰ افغانيو څخه نیولی تر زرونو افغانۍ اخلي.

د کابل – باميان لار چې پر ميدان وردک ولايت تيريږي، د مرکزي سيمو يوه مهمه او استراتيژيکه مواصلاتي لار ګڼل کيږي. له کابل څخه باميان، دايکندي او غور ولايتونو ته ټول سوداګريز او خوراکي مواد له همدې لارې انتقاليږي.

خليفه قربان (مستعار نوم) چې د کابل - باميان پر لار يوه باروړونکې لارې چلوي وايي چې وسلوال طالبان د میدان وردک ولايت د جلريز ولسوالۍ په زيوالات سيمه کې د تالاشۍ پوسته جوړه کړې. هغه وايي: «طالبان له مازدا موټرو څخه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ او له کوماز موټرو څخه له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانۍ اخلي. دوی دغه پيسې په خپلو همکارانو مصرفوي او تنخواوې يې ورکوي. که موټرچلونکي پيسې ورنه کړي له دې لارې تګ راتګ نه شي کولای.»

سيمه ايز سوداګر وايي چې له دغې لارې هره ورځ په لسونو باروړونکي موټر له کابله مرکزي سيمو او د هغې برعکس تګ راتګ کوي چې له دې بابته طالبان هره ورځ په لسونو زره افغانۍ ترلاسه کوي. دوی له مرکزي حکومت او امنيتي چارواکو څخه د دغې لارې د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوي.

د باميان ولایت يو سوداګر چې نه غواړي نوم یي واخیستل شي وايي: «دولت غيرفعال دی، ولې په ميدان وردک کې د طالبانو او په پروان کې د زور واکانو مخه نه نيسي؟ هغوی له موټرچلونکو له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانيو پورې باج اخلي.»

دغه سوداګر خبرداری ورکوي که حکومت دغې ستونزې ته رسيدګي ونه کړي د افغانستان په مرکزي سيمو کې به د خوراکي او نورو موادو نرخونه لوړ شي.

خو د موټر چلوونکو او د عیني شاهدانو د دغه څرګندونو سربیره د میدان وردک ولایت امنیتي چارواکي له باروړونکو موټرو څخه د طالبانو له لوري باج اخیستل ردوي. د میدان وردک ولايت د امنيې قومندان ويس صميمي وايي: «ټولې سيمې د دولت په اختيار کې دي. تر اوسه کومې ډلې يا چا د طالبانو د ماليې شکايت نه دی کړی، هغوی کله کله د سړک پر غاړه ماينونه ږدي چې د انجينرانو له خوا شنډيږي.»

خو سوداګر شکایت کوي چې حکومت ته د قانوني مالیې سربیره، مجبوره دي چې خپل هدف ته د مالونو د رسولو په موخه طالبانو او زورواکانو ته هم پیسې ورکړي او په دې ترتیب د مالونو بیې لوړیږي. د باميان د ولايتي شورا غړی محمد حسن اسدي وايي چې باروړونکي موټرونه په درو ځایونو کې مالیه او باج ورکوي: «موټر چلونکي د ميدان وردک ولايت په جلريز ولسوالۍ کې طالبانو ته، د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په کتار خاک سيمه کې ناقانونه وسلوالو او په ولايتونو کې حکومت ته پيسې [مالیه] ورکوي.»

له کابل څخه د افغانستان مرکزي سيمو ته بله مهمه مواصلاتي لار د غوربند درې لار ده. د پروان ولايت د امنيې قومندان محمد محفوظ د ناقانونه وسلوالو له خوا باج اخيستل تائيدوي. هغه وايي: «د قومندان نعيم په نوم یو تن او د هغه کسان ناقانونه وسلوال دي چې په تيرو وختونو کې يې له موټرچلونکو باج اخيسته، موږ هغوی ته اخطار ورکړی چې نور له موټرچلونکو پيسې وانخلي.»

د یادولو وړ ده چې د وروستۍ يوې نيمې لسيزې په موده کې طالبانو او ناقانونه وسلوالو د کابل – باميان لارو په اوږدو د مرکزي سيمو په لسونو کسان له موټرو راښکته کړي، ځورولي يې دي او آن ځينې يې وژلي هم دي.

اسحق اکرمی – بامیان/م ک ص