1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان تجارتي بيلانس دشديد کسر سره مخامخ دی

۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعه

د افغانستان د مالي نظام دتجارتي بيلانس دډير کسر له کبله، ددغه ملک صادرات نسي کولای د هيواد يوازي 20 فيصده داخلي ضرورتونو ته ځواب ووايي

https://p.dw.com/p/QOh3
انځور: DW

دغه خبره د افغانستان د تجارت او صنايعو د اطاقونو چارواکي کوي .

د دغو اطاقونو د ارقامو پر اساس دمګړۍ افغانستان د تجارت په برخه کي څلور نيم مليارده امريکايي ډالره کسر لري ، او که چيري يې په مقابل کي د صادارتو کچه لوړه نه سي، ملک به د شديد اقتصادي کړکيچ سره مخامخ سي.

ددې بيره سته چي د موجوده کسر د دوام په صورت کي به د خارجي اسعارو په مقابل کي د افغاني بانک نوټونو بيه هم را ولويږي .

د تجارت او صنايعو د اطاقونو د رييس اذرخش حافظي په وينا که چيري خارجيان د افغانستان له بازارونو څخه رانيول لږ کړي او يا هم په خپلو ادارو کي د افغانانو پر ځای د خارجيانوګمارلو ته لومړيتوب ورکړي ،دا کار به د ملک اقتصادي نظام د خارجي اسعارو له کمښت سره مخامخ کړي .

Kabul Bank
انځور: DW/M.Jalalzai

حافظي وايي چي افغانستان له خارج څخه په کال کي د شپږ مليارډه امريکايي ډالرو په ارښت تجارتی مالونوته اړتيا لري ،په داسي حال کي چي د صادراتو مجموعي بيه يې فقط څلور سوه مليونه ډالرو ته رسيږي.

اذرخش حافظي:

(( هغه فکتورونه چي د تجارت په بيلانس کي مؤثر دي ،لکه د افغانستان د بازارونوڅخه د خارجيانو خريدارۍ، او د هغو په انجوګانو کي د افغانانو د استخدام سطح بايد په پام کي ونيول سي ،که چيري هغوی په دغو دوو برخو کي افغانستان له پام څخه وباسي ،نو موږ نسو کولای چي د ضرورت وړ خارجي اسعار په ملک کي دننه تر لاسه کړو ،چي دغه کار به د افغانستان مالي نظام ته ډير خطرناک وي)).

خو د بلي خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چي دمګړۍ يو شمير افغاني مالونه او محصولات د ګاونډيو ملکو د خارجيانو په نامه خارج ته اسول کيږي اوددغي لاري ډيري تر لاسه سوي پيسې د خارجيانو جيبونو ته لويږي .

کارپوهان پر حکومت ږغ کوي چي بايد داخلي توليداتو ته بين امللي بازارونه پيدا کړي، تر څو د ضرورت وړ خارجي اسعار ددغي لاري افغانستان ته راوړل سي .

Western Union Geld Geldtransfer Migranten Migration
انځور: picture alliance / Bildagentur Online

خو د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد پروفيسور مسعود بيا په دې عقيده دی چي که چيري د تجارت د بيلانس کسر ملک ته د توليدي ماشينونو د وارديدو په سبب رامنځ ته سوی وي په لنډ مهال کي خطر نه سي بلل کيدای .

استاد مسعود:

(( که ماشينونه را واردسي چي توليدات کوي، نو د تجارت په بيلانس کي کسر ښه دی، ځکه چي دغه ماشنيونه توليد کوي، او په دغو توليداتو کولای سو چي د ب خارجيانو ورته توليداتو د وارديدو مخ ونيسو، او که چيري نور مالونه را نيسو چي توليدي بڼه نه لري او له همدې امله په بيلانس کي کسر رامنځ ته کيږي ،نو دا بيا د افغانانو سره لوی خيانت دی چي تر سره کيږي)).

Symbolbild Geld Geldscheine Dollar Yen Euro und Britische Pfund
انځور: ullstein bild - Schöning

خو د ماليې وزارت چارواکي وايي چي دوی د هغو افغاني توليداتو ملاتړ کوي چي ورباندي کولای سي د ورته خارجي توليداتو د راتګ مخ ونيول سي.

د دغه وزارت وياند عزيز شمس دويچي ويلي ته په خپلو څرګندونو کي وويل چي حکومت د هغو تجارتي مالونود راتګ مخه نه نيسي چي په ملک کي د توليد وړ نه دي .

د يادولو وړ ده چي د تيرو څو کلونو راهيسي ګڼ شمير توليدي کارځايونه د ملک په بيلا بيلو برخو کي تر جوړيدو څه موده وروسته د سقوط سره مخامخ سوي دي.

کارپوهان د دغو فابريکو څخه د حکومت نه ملاتړ د هغوی د سقوط اصلي علت په ګوتو کوي .

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري