1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بیرغ ولې درې رنګه دی؟

سهراب سامانیان
۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

د افغانستان حکومت د اسد اوومه نیټه، د ملي بیرغ د ورځې په توګه اعلان کړې ده. سږ کال دغه ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. ویل کیږي چې حکومت له خلکو غوښتي چې په دې ورځ پر خپلو کورونو هم د افغانستان بیرغ پورته کړي.

https://p.dw.com/p/3Mu7N
BG Flaggen Afghanistans | seit 19. August 2013
انځور: Gemeinfrei

د دغې ورځې په ویاړ د دولتي ودانیو دیوالونه، د بریښنا پایې او یو شمیر نور عمومي ځایونه د افغانستان په بیرغونو سینګار شوي دي. دولت همداراز له خلکو غوښتي دي چې په دې ورځ پر خپلو کورونو هم د افغانستان بیرغونه ځوړند کړي.

تور، سور او زرغون، د افغانستان د بیرغ درې رنګه دي چې له کیڼ څخه ښي اړخ ته په عمودي مستطیل ډول پراته دي. د افغانستان ملي نشان هم په دې بیرغ کې ځای لري. د افغانستان د بیرغ او ملي نښان مشخصات د اساسي قانون په نولسمه ماده کې تشریح شوي دي. خو دغه رنګونه او نښان څه معنی لري او د افغانستان بیرغ په تیرو سلو کلونو کې څه ډول سفر کړی دی؟

رنګارنګ تاریخ

افغان څیړونکی او د افغانستان د علومو اکاډمي غړي حبیب الله رفیع، د افغانستان د بیرغ په اړه څیړني کړي دي. هغه وایي چې د افغانستان د اوسني بیرغ رنګونه د پغمان په لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷لمریز کال کې جوړه شوه، تعین شوي دي. هغه وخت دغه بیرغ د شاه امان الله خان، له خوا د تور بیرغ پر ځای وکارول شول.

رفیع د دغو رنګونو د انتخاب په اړه وایي چې د بیرغ تور رنګ د افغانستان د تاریخ د استعمار د تورې برخې نښان دی، سور رنګ یې د استعمار پر وړاندې د خلکو مبارزه ښيي او زرغون یې بیا د آزادي او هوسایي څرګندويي کوي.

د رفیع په خبره د افغانستان بیرغ د حبیب الله کلکاني، د واکمنۍ پر مهال بدلون وموند خو تر هغه وروسته واکمنانو بیا تر همدې درې رنګه بیرغ لاندې حکومت کاوه. سردار محمد داود خان یو ځل بیا بیرغ ته بدلون ورکړ او تر هغه وروسته د خلق دیموکراتیک ګوند هم د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان بیرغ په بشپړه توګه بدل کړ.

د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله، د واکمنۍ پر مهال هم د بیرغ رنګ بدل شو او بیا په افغانستان کې د نجیب د نظام تر ړنګیدو وروسته، بل بیرغ پورته شو. د طالبانو بیرغ که څه هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوې، خو هغه مهال چې دغې ډلې د افغانستان پر ډیره برخه کنترول درلود، نو سپین بیرغ یې پورته کړی وو.

رفیع وایي چې د افغانستان په بیرغ کې بدلون ډیر د دې هیواد د حاکمانو په غوښه شوی دی. خو هغه ټینګار کوي چې اوسنی بیرغ د افغانستان د ټولو اوسیدونکو استازیتوب کوي.