1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان بندیان د ناوړه شرایطو سره مخاخ دي»

حسين سيرت / سيد رياض۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

په افغانستان کي د اساسي قانون د تطبیق د څار کمیسیون ويلي دي چي پدغه هيواد کي زندانيان په بد حالت کي دي. کميسيون په ۲۱ ولایتونو کې د بنديانو د وضعیت د ارزولو رووسته ويلي دي چي هغوی له گڼو آسانتياؤ څخه محروم دي.

https://p.dw.com/p/1ASJL
د هرات يو زندان (آرشيف)
انځور: DW/H. Hashimi

پداسي حال کي چي په افغانستان کي د زندانيانو شمېر ۲۰ زرو ته رسيږي، د وضعيت په هکله يې د بشر د حقونو سازمانونو په وار وار اندېښنې څرگندي کړي دي. پدې ترڅ کي د افغانستان د اساسي قانون د تطبيق د څار کميسيون په کابل کي يوه غونډه رابللې وه.

د ياد کميسيون یو تن غړي عبدالقادر عدالتخواه، د سه شنبې د ورځي (۲۰۱۳م کال د دسامبر۳) د کابل په غونډه کي وويل چي د بنديانو وضغه خرابه ده. هغه زياته کړه: « اکثره هغه محبسونه او توقیف خانې، چې روغتیایي مراکز لري، نظم پکښې موجود نه دی، د صحي پرسونل کمبود په بشپړ ډول محسوسیږي او پر دې سربیره په دغو مرکزونو کې د دارو درملو کمښت روغتیایي ستونزه نوره هم ډیره کړې ده.»

د افغانستان د قضائیه قوې د قانون له مخې باید د نهو میاشتو په موده کې د زاندانیانو برخ لیک معلوم کړل شي. خو په ځیني مواردو کې زندانیان په کلونو کلونو، پرته له دې چې برخلیک یې معلوم شي، په زندانو کي شپې او ورځې سبا کوي. د دغه کمېسیون د مسؤلینو د وینا له مخې په یو شمیر مواردو کې سخت ناروغان په زندان کې سا ورکوي.

بدبویه خوني

د ياد کمېسیون د مسؤلینو د څرگندونو له مخې د افغانستان زیات شمیر زندانونه مناسبې ودانۍ نه لري او زندانيان په خرابو او نم لرونکو ودانیو کې ساتل کیږي. پدې اړه عدالتخواه وويل: «په محبسونو هغه عمده او مهمه ستونزه د زندانيانو زیاتوالی او د ځای کموالی دی. په یوه خونه کې تر اندازې زیات بندیان ساتل کیږي چي دا د دې سبب گرځي، چې خونه چټله او بدبویه شي.»

د نوموړي کمېسیون مسؤلین زياتوي چې له بندیانو سره ملاقات کوونکي نه شي کولای په آسانه سره د خپل بندي سره کتنه وکړي. د هغوی په وینا هغه کورنۍ چې واسطه نه لري، په ډېر مشکل د خپلو زندانيانو سره ويني.

د اساسي قانون د تطبیق د څار کمېسیون مشر گل رحمان قاضي، وویل چې بندیان په محبس کې د مسلک زده کولو او کار کولو حق لري او ورته اړيني زمينې ندي برابري. هغه زیاته کړه: « د محبسونو د قانون پر اساس یو زنداني چې کوم تولید کوي باید له خپل تولید څخه ۶۰ سلنه گټه ولري او د خپل تولید له مفاد څخه، خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي. که دغه سړی گناهگار وي نو کورنۍ خو يې گنهگاره نده. د کورنۍ نفقه یې څوک ورکړي؟»

د کمېسیون مسؤلینو په خپلو څرگندونو کې دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان زندانونه ورزشي ځايونه نه لري او پر دې سربیره بندیان کتاب او لومړنیو زده کړو ته د لاس رسي څخه هم محروم دي.

کمېسیون وويل چي هڅه کوي د بندیانو د ستونزو د هوارۍ لپاره د اړونده ادارو سره تماس ونيسي او د هغوی سره مرسته وکړي.