1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون ښايي نور هم وځنډیږي

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون لا ندی لاسليک شوی. د تړون په لاسیکولو کې ځنډ د افغانانو د هغو غوښتونو له کبله راغلی، چې غواړې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې عملیات کم شې او د زندانانو مسؤلیت هغوی ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/135do
افغان دولت د شپې لخوا د امریکایې ځواکونو د عملیاتو د پای غوښتونکی دی
افغان دولت د شپې لخوا د امریکایې ځواکونو د عملیاتو د پای غوښتونکی دیانځور: AP

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنټن، تیره اونۍ وویل چې د دغه مهم تړون پر ۹۰ سلنه موادو موافقه شوي. د امریکا او افغانستان تر منځ ستراتیژیک تړون به د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو رول مشخص کړي. ټاکل شوي چې له دغې نیټې وروسته به له افغانستان څخه ټول جنګې بهرني سرتیر ووځي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس یوه کارکوونکی چې د ستراتیژیک تړون موضوع تعقیبوي وايي چې امریکا غوښتل د روان کال د دیسمبر په میاشت کې د بن د دویم کانفرانس تر مخه دغه تړون لاسلیک کړي، خو د بهرنیو ځواکونو له لوري د شپې لخوا د عملیاتو او افغان ځواکونو ته زندانانو د سپارلو شخړې کیداې شې د دغه تړون لاسلیکول لا ډیر وځنډوي.

افغان ولسمشر، حامد کرزي، څو ځلي د بهرنیو ځواکونو پوځي تکتیکونه غندلي او په نږدې وخت کې خو یې وویل که چیرې د پاکستان او امریکا تر منځ جګړه پیل شي نو افغانستان به د خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره ودریږي.

د یو نړیوال تړون له مخې چې تیر کال په لیزبن کې تر سره شو د ۲۰۱۴م کال تر پایه به د افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري راووځي او د ټول هیواد په کچه به د امنیت مسؤلیت په خپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي. په پام کې ده چې د راروان کال د سپتمبر تر میاشتې به له افغانستان څخه شاوخوا ۳۳ زره امریکایي سرتیري خپل هیواد ته ستانه شي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم لویدیځ د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره خپلې مرستې جاري وساتي. کلنټن دا خبره روښانه کړې وه چې د امریکا متحده ایالات به د امنیت په ساتلو کې خپل رول ته ادامه ورکړي.

کلنټن ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، راین کروکر، او د ناټو د پوځونو عمومي قوماندان، جان الین، د امنیتي همکاریو او د ستراتیریک تړون پر مسله باندې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کوي.

یو امریکایي پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو وروسته به امریکایي ځواکونه وکولای شي چې په افغانستان کې په اصولي توګه حضور ولري او په دغه هیواد کې به د ۲۰۱۴ کال وروسته د هغوې دندې مشخصې شي.

کرکیچن پوځي تکتیک

د بهرنیو ځواکونو له لوري د شپې په تیاره کې چاپې داسې یوه موضوع ده چې د افغانانو په منځ کې ورته په کرکه کتل کیږي. دغه پوځي تکتیک څو څو واري د افغان ولسمشر، حامد کرزي، له لوري غندل شوی او د هغه د درولو غوشتنه یې کړې دي. خو د لویدیځ ځیني پوځي قوماندان د طالبانو پر ضد دغه یو کامیاب پوځي تکتیک بولي.

د کانګریس کارکونکی زیاتوي چې امریکا غواړي چې د شرایطو له مخې د زندانانو کنترول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري په خاصه دوې غواړي چې دا خبره یقیني کړي چې هغه بندیان چې اوس د بهرنیو ځواکونو سره دي کله چې افغان ځواکونو ته وسپارل شي نو باید له هغوي سره سم چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو هغه وخت افغان ځواکونو ته د زندانونو د مسؤلیت د انتقال پروسه ودروله چې ملګرو ملتونو په خپل یوه رپورټ کې وویل چې افغان زندانیان د امنیتي ځواکونو لخوا شکنجه کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کومه تبصره ونکړه خو وویل چې د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو لپاره کوم مشخص ضرب العجل نه دی ټاکل شوی.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش