1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د افغان ځانګړو ځواکونو قوماندان په کابل کي وژل شوی

۱۳۹۷ تیر ۸, جمعه

د افغان چارواکو په خبره ناپیژاندو وسله والو په کابل کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان وژلی دی. پیښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه کس له خپلې کورنۍ سره په مېلمستيا بوخت وو.

https://p.dw.com/p/30W6h
Anschläge in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د جمعې په ورځ وویل چې قوماندان عزیز الله کاروان، د طالبانو پر ضد د ډیرو عملیاتو مشري کړې وه. پر هغه باندې تر دې مخکې هم څو وارې بریدونه شوې ول چې ترې روغ رمټ وتلی وو، خو د پنجشنبې ماښان ناوخته په برید کې یې خپل ژوند له لاس ورکړ.

په پارلمان کي د پکتیکا ولایت استازي محمد نادر کټوازي، وویل چې کاروان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې دنده ترسره کوله او له امریکایي ځانګړو ځواکونو سره یې ډیره نزدي کاري اړیکه لرله.

د کټوازي په خبره د کاروان وژل کیدل د یاغیانو پر ضد د جګړې په برخه کې یوه لویه ضربه ده. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په تلیفوني مرکه کې د دې برید پړه منلې ده.