1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان پوځ راتلونکې په اصلاحاتو پورې تړلې»

سید ریاض (فرانس پرېس)۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

په افغانستان کې د ناټو یوه لوړپوړي قوماندان خبرداری ورکړی دی، چي که چیرې افغان حکومت پراخ اصلاحات پيل نه کړي، نو له طالبانو سره به د دغه هیواد د پوځ مقابله دوامداره نه وي.

https://p.dw.com/p/19Q3R
انځور: Reuters

په افغانستان کې د ناټو د ایتلافي ځواکونو مرستیال قوماندان برید جنرال جون لوریمیر، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اګست میاشتي۱۳) ویلي دي چې د افغانستان ملي اردو او پولیس اوس په خپل پوره قوت کي دي، خو د هغوی د اوږدې مودې اغېزمنتوب نا معلوم دی.

دغه بریتانوي جنرال، خبریالانو ته وویل: «د افغان امنیتي ځواکونو شمیر کابو ۳۵۲ زرو تنو ته رسیدلی دی. اوس د دې اړتیا لیدله کیږي چې د هغوی کیفیت ته پاملرنه وشي، ځکه هغه څه چې موږ نن ورځ لرو پایداره نه دي.»

نوموړي جنرال زیاته کړه چې باید د افغانستان د دفاع او کورونیو چارو وزارتونو سره د ظرفیت جوړولو په برخه کې مرسته وشي. هغه وړاندې وویل: «په اوس وخت کې دغه دواړه نهادونو داسې اړینې پروسې نه لري، چې یو په بل پسې بشپړي شي او دایمي ظرفیت رامنځ ته کړي.»

د لوریمیر په وینا د ناټو د ایتلافي ځواکونو مشران باید پر دې ډاډه اوسي چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د فعاله ساتلو له پاره د بودجې جوړونې، پلان او مدیریت په برخه کې لازم مهارتونه زده کړي دي.

نوموړي جنرال چې تیره میاشت یې دغه پوست اشغال کړی وړاندې وویل چې په اوسني وخت کې دوی خپله توجه دغه مهمو ساحو ته متمرکزه کړې ده. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې به ټول ۸۷ زره بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغان امنیتي ځواکونه به د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قوماندان مرستیال د خبریالانو پر وړاندي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «آیا افغان ملي اردو به په ۲۰۱۴ کال کې په موثره توګه امنیتي مسئولیتونه پر مخ بیوځي؟ هغه وايي هو!.» په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه په دوبي کې له یاغیانو سره په جګړه بوخت دي.

بریتانوي جنرال وړاندې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د جګړې له فصل څخه په ډاډمنه توګه راووځي او موږ هڅه کوو چې په راتلونکي وخت کې هغوی خپل بریاوې وساتي. د نوموړي جنرال په وینا نن ورځ د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت د ۲۰۰۷کال سره هیڅ پرتله کیدلای نه شي.

پر افغان او نړیوالو مشرانو ورځ تر بلې فشار زیاتیږي، چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو د مخه د ثبات راوستلو له پاره له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، خو د سولې د رامنځ ته کیدو له پاره چې په قطر کې کومې هڅې پیل شوې وې، له ناکامۍ سره مخامخ شوې.

د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل یو شمیر ځواکونه پریږدي ترڅو په افغانستان کي مرسته وکړي، د القاعدې جنګیالي تر خپل هدف لاندې راولي او د افغانستان امنیتي ځواکونه و روزي.