1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان پوليسو د روزني وخت د شپږو څخه اتو اونيو ته اوږديږي

۱۳۹۰ خرداد ۱, یکشنبه

تر هغو انديښنو وروسته چي ډيری افغان پوليس سواد نه لري او د اختلاس کچه په هغو کي لوړه ده، ناټو تصميم لري، چي سر له راتلونکي اکتوبر څخه د هغوی د روزني موده اوږده کړي.

https://p.dw.com/p/11LIv
افغان ملي پوليس
افغان ملي پوليسانځور: Hamid Safi

د ناټو په مشرۍ نړيوال ايتلاف له 2009 کال را په دې خوا د افغانستان د 126 زرو افغان ملي پوليسو د روزني دنده په غاړه لري. پوليسي ځواک د دې هيواد د ملي پوځ په پرتله چي د نړيوالو ښوونکو له خوا تر روزني لاندي دی ډير کفايت او توانمندي نه لري.

د پوليسو د روزلو دندي وروسته تر هغې هم اهميت پيدا کړ چي لويديځ ځواکونه افغانانو ته د مسووليت د سپارلو له پاره تياری نيسي. د انتقال پروسه د جولای په مياشت کي پيليږي او ور سره سم د امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه په تدريجي توګه خپل سرتيري باسي.

د افغانستان د حکومت غوښتني ته د ځواب په توګه د پوليسو د روزنيز کورس موده په ځينو سيمو کي د جولای او په اکتوبر کي په ټول افغانستان کي د شپږو څخه اته اونيو ته اوږديږي.

روزونکو شکايت کړي چي د اوسني کورس موده ډيره لنډه ده او نه سي کيدای چي هغوی ته حتي د پوليسو لومړني دندي وښودي.

پوځي کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چي د پوليسي ځواک په روزلو کي د ناټو په هڅو کي بيړه ښايي د افغان پوليسو پر «کيفيت» باندي ناوړه اغيزه وکړي. هغوی وايي: کميت بايد پر کيفيت لومړيتوب ونه لري.

په افغانستان کي د ناټو د پوليسي روزني د چارو آمر،Angus Topshee، وويل : «موږ مجبوره يو چي ټاکل سوي کميت ته بايد ورسيږو، دا چي کيفيت ښه دی يا نه دا جلا پوښتنه ده.»

نوموړي کاناډايي سمندري منصبدار د رويترز خبري آژانس ته په يوه مرکه کي يادونه وکړه: «شپږ اوني حد اقل موده ټاکل سوي. موږ هر وخت چي وغواړو دا موده اوږدولای سو.»

کيپتان Topshee وويل چي د افغان پوليسو په منځ کي بيسوادي چي په اوسني وخت کي کچه تر 14 فيصدو پوري رسيږي ، د ناټو د روزني په پروګرام کي غټه ستونزه ده.

«موږ هڅه کوو چي هغوی لږ تر لږه دومره زده کړي چي د رپوټونو څيړنه وکړي او ترافيکي تکتونه وليکلای سي.»

د ناتو نوموړي چارواکي يادونه وکړه چي بل غټه ستونزه په پوليسو کي د « دښمن» نفوذ دی ، که څه هم په دې برخه کي پوره تصفيوي پروسه سرته رسوله کيږي.

په تيرو 18 مياشتو کي ځينو پيښو چي افغان پوليسو يا سرتيرو او يا هم نفوذي ياغيانو د نړيوالو ځواکونو پر ضد وسله پورته کړې، د روزني بهيرنورهم کړکيچن کړی دی.

د بلي خوا پوليس د افغانستان د حکومت يوازنی امنيتي ځواک دی ، چي په ليري پرتو سيمو کي دندي تر سره کوي. خو هغوی د ملي پوځ په پرتله په ښو وسلو سمبال نه دي. په همدې وجه هغوی په لومړي قدم کي د ياغيانو د حملو هدف ګرځي او د مرګ ژوبلو کچه هم پکښي لوړه ده.

د شپږو څخه اتو اونيو ته د پوليسو د روزني د وخت د اوږدولو معني دا ده چي هغوی به په 96 ساعتو کي ليک او لوست زده کوي او پاتي 268 ساعته نور هغوی ته د پوليسي زده کړ له پاره پاته کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل