1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان پناه غوښتونکو اخراج باید په عاجل ډول بند شي»

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د خیریه ټولنو یوې اتحادیي د آلمان د کورنیو چارو وزیر له خوا افغانستان ته د اخراجونو د پراخولو پلان شدید مخالفت کړی دی. دې اتحادیي په عاجل ډول دغه هیواد ته د اخراجونو لړۍ د بندولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3KDCZ
Ulrich Schneider Hauptgeschäftsführer Deutscher Paritätischer Wohlfahrtsverband
انځور: picture alliance/Eventpress Stauffenberg

په برلين کې د «Paritätische Wohlfahrtsverband» په نوم د خیریه ټولنو یوې اتحادیي د چهارشنبې په ورځ د آلمان په کييل ښار کې د ایالتي کورنیو چارو وزیرانو کنفرانس له ګډونکونکو څخه وغوښتل چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هغه پلان تائید نه کړي چې له مخې یي غواړي افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ته پراختیا ورکړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، له خوا تیار شوې نوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د اخراجونو په برخه کې هغه محدودیت باید نور ختم شي چې تر اوسه پورې یې له مخې په اکثرو ایالتونو کې یوازې مجرم، خطر پيښوونکي او هغه پناه غوښتونکي اخراجیدل چې د خپل هویت په ثابتولو کې به پاتې راغلي ول. د نوي پریکړه لیک له مخې په راتلونکې کې باید د ټولو رد شویو مهاجرو په برخه کې د اخراجونو عملي کیدل ممکن وګرځي.

نوموړي اتحادیي خبرداری ورکړ دی چې افغانستان لکه د پخوا په څیر اوس یو امن هیواد نه دی او په عين وخت کې یي له مرکزي او ایالتونو حکومتونو څخه وغوښتل چې په روانو شرایطو کې دې افغانستان ته له اخراجونو څخه په بشپړ ډول ډډه وکړي.

د خیریه ټولنو د دغې اتحادیي عمومي مشر اولريش شنایډر، وویل: «د اخراج د پراخولو غوښتنه په اساس کې د افغانستان له امنیتي وضعیت سره په نتاقص او ټکر کې ده. خوندي سیمي چې هلته بی له خطره ستنیدل ممکن وي، هیڅ شتون نه لري. نو په دې اساس افغانستان ته اخراج غیر انساني او ډیره سخته بی حرمتي ده.»

د هغه په خبره د ملګرو ملتونو د تازه رپوټونو له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله ډیر ملکي خلک وژل شوي دي. تیر کال ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي چې په هغو کې ۹۲۷ تنه یي یي ماشومان وو.

ag/sn/mj