1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو له ډله ايز اخراج سره مخالفت

۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د جرمني د بادن ویرتنبرگ ایالت د زرغون ګوند رئیس اولیون هیلډن براند په زغرده د افغان مهاجرو د ډله ايز اخراج مخالف دئ. هغه ویلي دي چي د ده ایالت به د نن ورځي د اخراجیدو په دغه کاري پلان کي گډون ونه کړي.

https://p.dw.com/p/2UEgb
Deutschland Abschiebung nach Tunesien
انځور: picture alliance/dpa/S. Willnow

هیلډن براند د سه شنبه په ورځ د الماني خبري آژانس د یوې پوښتني په جواب کي وویل: «زه تمه لرم، چي د کورنيو چارو وزير توماس دېميزېر له نورو ایالتونو څخه افغانان ولیږي، خو باډن ویرتنبرگ ایالت به په هغه کي برخه وا نه خلي.»

د جرمني د کورنيو چارو وزارت نه غوښتل د هیلډن براند ددغو څرگندونو په باب څه ووايي. خو په باډن ویرتنبرگ ایالت کې هم ډېر افغان مهاجر د اخراج په پلان کي شامل دي.

د جرمني د شپيگل مجلې د معلوماتو له مخي د دغه هيواد فدرالي حکومت پتېيلې ده چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د دسمبر ۱۴مه) په يوه چارتر الوتکه کي ۵۰ تنه افغان مهاجر له فرانکفورت هوايي ډگر څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال کړي.

د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي به بیا دغه مهاجرين افغان ملکي مامورينو ته تسلیم سي او له هغه وروسته به خپلو ولايتونو يا سيمو ته ولېږل سي.

د يادي مجلې د معلوماتو له مخي د افغان مهاجرو د اخراج دغه پلان حکومتي کړيو منلی دئ. د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير له مياشتو راهيسي پر دغه شان پروازونو ټينگار کاوه.

ديميزير ويلي ول چي د ځينو افغان مهاجرو په اخراج سره غواړي چي افغانستان ته داسي سيگنال ورسوي چي ټول افغان مهاجر په جرمني کي د قبلېدو چانس نه لري. او له خطر ناکو لارو، هغه که د مځکي له لاري وي يا د اوبو جرمني ته مهاجرت گټه نه لري.

تر اوسه پوري جرمني هغه افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه به ئې رد سوې وه په کلونو کلونو به ئې بيا هم په دغه هيواد کي ساتل.

په افغانستان کي د خراب امنيتي وضعيت په دليل به محکمو هم د افغان مهاجرو په زور اخراج رداوه او په کال کي به يوازي د گوتو په شمار افغان مهاجر اخراجېدل.

نور مطالب: