1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سفير د لور پر اختطاف هند هم غبرګون وښود

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

هند هم په اسلام آباد کي د افغان سفير د لور د اختطاف په موضوع کي خپل غبرګون وښود. پاکستان دغه «بدقسمتي» بللې. د کابل او اسلام آباد اړيکي پر دغه موضوع لا خرابي سوي.

https://p.dw.com/p/3xvZs
Treffen Ghani Modi Afghanistan Indien Beziehungen
آرشيف انځور ـ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هند کي د هندي لومړي وزير نريندر مودي سرهانځور: picture-alliance/AA/I. Khan

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، اريندم باګچي په اسلام آباد کي د افغان سفير د لور د اختطاف پېښه «ډېره د خواشينۍ وړ» بللې ده. د دغه وياند په وينا دا چي پاکستان د قرباني نجلۍ څرګندونې درواغ بللې، په دې کار سره پاکستان د خپلي «نوي ټيټوالي يا پستۍ» ثبوت وړاندي کړی دی.

په اسلام آباد کي د افغان سفير، نجيب الله علي خېل ۲۶ کلنه لور سلسله علي خېل تېره جمعه (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۶مه) په خپله وينا په اسلام آباد کي اختطاف سوې وه. دغي پېغلي ويلي ول چي ورسره تاوتريخوالی سوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير، شيخ رشيد احمد د سلسلې علي خېل د اختطاف قضيه «توطيه» بللې وه. هغه ويلي ول چي دا هيڅ اختطاف نه، بلکي يوه نړيواله توطيه وه. دغه وزير زياته کړې وه: «زه تاسو ته ډاډ درکول غواړم چي دا يوه نړيواله توطيه ده، دا د را اجندا ده، دا خبره را په ټوله نړۍ کي خپره کړې ده.»

هند د سلسلې علي خېل پر اختطاف څه غبرګون وښود؟

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، اريندم باګچي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۳مه) د خبري کنفرانس پر وخت وويل چي د افغان سفير د لور د اختطاف موضوع د افغانستان او پاکستان يوه خپلمنځي موضوع ده، خو «د پاکستان د کورنيو چارو وزير په دغه موضوع کي هند هم راکش کړ. زه صرف دومره ويل غواړم چي هغوی حتی د خپل معيار پر اساس پاکستان يوې نوي پستۍ ته ټيټ کړ، کله چي يې د قرباني نجلۍ خبري درواغ وبللې.»

اريندم باګچي زياته کړه چي په پاکستان کي د هند د عالي کميشن او پکښي د کارکوونکو د امنيت په تړاو نه غواړي چي «د امنيتي اقداماتو تفصيل» څرګند کړي.

هند ته د پاکستان جواب

پاکستان د افغان سفير د لور د اغوا پر موضوع د هند څرګندونې «غير ضروري» بللي دي او هغه يې رد کړي دي.

د پاکستان د رسنيو د راپورونو له مخي د دغه هيواد د باندنيو چارو وزارت وياند، زاهد حفيظ چودهري ويلي دي چي پاکستان د دغه هيواد پر ضد د هند له زهرجنې اجندا څخه ښه خبر دی. هغه ويلي دي چي هند هيڅ حق نه لري چي په دغه موضوع کي مداخله وکړي.

د زاهد چودهري په وينا د پاکستان پر ضد پر بدنيتۍ ولاړ د هند له کامپاين څخه ټول خبر دي. چودهري زياته کړې چي د اروپايي اتحاديې له خوا هم هندي ټويټر اکاونټونه او انټرنټپاڼي د پاکستان پر ضد په منفي تبليغاتو تورني سوي دي.

د دغه پاکستاني چارواکي په وينا د افغان سفير د لور د اغوا په موضوع کي هم د هند پاکستان ضد تبليغاتي ماشينونه متحرک دي او د ټويټر او انټرنټ پاڼو له لاري د سفير د لور جعلي عکسونه نشروي.

د پاکستان د باندنيو چارو وزارت وياند وويل چي هند له بده مرغه حتی دا ډول پيښي هم د پاکستان پر ضد کاروي. هغه له نوي ډلي څخه غوښتنه وکړه چي د پاکستان پر ضد خپل تبليغاتي کامپاين ته د پای ټکی کښېږدي. چودهري زياته کړه چي «پاکستان به دې ته هم د نړيوالو د پام راګرځولو هڅه وکړي چي هند په څه ډول د افغانستان د سولي پر ضد شرخوښوونکی رول لوبوي.»

جاويد اختر، نوی ډلی/ا.ا./ن.ز.