1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله اکاډمۍ کې د خبریالۍ د روزنې پروګرام

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د دویچه ویله اکاډمي په جنوبي او مرکزي آسیا کې د میشت افغان خبریالانو له پاره د خپل روزنیز پروګرام دويم پړاو پیلوي. دا چې شرایط یې څه دي او څرنګه ورته درخواست کیږي، جزئیات یې دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/4PCBQ
DW Akademie Logo

د آزادۍ لپاره ځای؛ په مهاجرت کې د افغان رسنیو مسلکي ملاتړ

دويچه ويله اکاډمي په پاکستان، تاجيکستان، هند، ازبکستان، قرغزستان او په احتمالي توګه په ایران کې د افغان رسنیو د مسلکي کسانو او ژورنالیستانو لپاره د خپل ملاتړ پروګرام دویم پړاو پیلوي. په پیل کې به د لومړي پړاو ګډون کوونکي د روزنې له لارې نورې وړتیاوې ترلاسه کړي. په دويمه مرحله کې به دا نوې ترلاسه شوې پوهه د ژورنالیستیکي متونونو او راپورونو په تولید کې کارول کیږي. د غوره کيفيت معيارونو ډاډ ترلاسه کولو له پاره به مسلکي لارښوونه وړاندې شي.

موده: د ۲۰۲۳م کال له اپريل څخه تر جون مياشتې پورې

ګټې او لاسته راوړنې:

۱ - د ګډون کوونکو مسلکي ظرفیت د پياوړي کولو له پاره روزنه او لارښوونې (ډيجيتل او هايبرډ/ ترکيبي)

     ا. د (ډیجیټل) امنیت روزنه

     ب. د موبایل ژورنالیزم مهارتونو زرونه

     ج. حساس کول، يا د پوهاوي زياتول: د جنډر / اقلیتونو په اړه راپور ورکول

     د. د دويچه ويله د دري او پښتو څانګو له خوا لارښوونه

     ح. د کیریر یا مسلکي کاري ژوند روزنه د برخه اخیستونکو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره

 ۲ - د ۲۰۲۳م کال د اپريل او جون مياشتو ترمنځ د ژوند د لومړنيو لګښتونو پوره کولو لپاره میاشتنۍ تاديه په نظر کې نيول شوې

 ۳ -  د ګډون کوونکو له خوا چمتو شويو ژورناليستکي توليداتو ته د دويچه ویله په دري او پښتو پانو کې د خپريدو فرصت

مکلفیت:

برخه اخیستونکي مکلف دي چې په ټولو آنلاین روزنیز غونډو کې برخه واخلي او د لارښوونې مرحلې په جریان کې نږدې تماس کې پاتې شي. د دویمې مرحلې د یوې برخې په توګه، ګډونوال اړ دي چې د تعلیمي موخو لپاره لږ تر لږه دوه ژورنالیستیکي راپورونه د ۲۰۲۳م کال د اپریل او د جون میاشتو ترمنځ  چمتو کړي. راپورونه په ویډیو، آډیو یا متن او د عکس چوکاټونو يا ګالري کې ځای پر ځای کیدی شي.

څوک درخواست کولی شي:

د افغانستان تجربه لرونکي خبریالان:

. افغانستان له خپلواکو رسنیو سره لږ تر لږه درې کلنه ثابته کاري تجربه

. هغه کسان چې په پاکستان، تاجیکستان، هند، ازبکستان، قرغزستان کې ژوند کوي، ښايي ايران هم په دې نوملړ کې وز زيات شي. غوښتنلیک ورکوونکي باید پخوا په افغانستان کې د ژورنالیست په توګه کار کړی وي او په دې وروستیو کې پورته ذکر شويو هیوادونو ته مهاجر شوي وي.

. هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې دري یا پښتو ده. د ژبې بشپړه پوهه یو اړتیا ده.

. د ۲۰۲۳م کال د اپريل له پېل څخه د جون تر پايه پورې د شتون او ګډون ژمنې

. باثباته، خوندي او دومداره انټرنټ ته لاس رسی درلودل

. هغه کسان چې غواړي د مسلکي رسنیو کارمند په توګه کار ته دوام ورکړي

څنګه درخواست وکړئ:

مهرباني وکړئ لاندې ذکر شوي معلومات او اسناد د ۲۰۲۳م کال د اپریل تر ۹مې نیټې پورې د دې غوښتليک له لارې واستوئ.

مهم جزيات چې باید په پام کې ونيول شي:

 . بشپړ نوم، د زیږون نیټه او پته

. سي وي، ريزومه يا خلص سوانح

. ستاسې د کار درې مثالونه (PDF  يا لينکونه)

. د هڅونې تشریح یا لیټر اف موټیویشن، ستاسو د اوسني مسلکي وضعیت توضیحات او په پروګرام کې د ګډون لپاره ستاسو هڅونه (د A4 پاڼې نیمایي کې)

. په يوه لنډه ويديو کې د ځان معرفي کول او د ګډون له پاره ستاسو هڅونه (۲-۳دقيقې). دا اختیاري دی، لازمي نه دی.

آنلاین مرکه به د غوښتنلیک وروستۍ نیټې وروسته ترسره شي.

يادونه: ښځینه خبریالانې او د افغان لږکیو سره تړاو لرونکي ژورنالیستان په ځانګړې توګه هڅول کیږي چې درخواست وکړي او که چیرې دوی اړتیاوې پوره کړي نو لومړیتوب به یې په پام کې ونیول شي.

روزنه به په دري، پښتو او انګلیسي ژبو وي (له ژباړې سره، که اړتیا وي). نورې زده کړې به په دري او پښتو ژبو ترسره شي.

د دويچه ويله اکاډمۍ په هکله:

DW Akademie  د دویچه ویله اكادمي د دویچه ویله د نړیوالو رسنیو د پراختیا، د ژورنالیزم د زده کړې او د مسلکي پوهې د ليږد مرکز دی. زموږ پروژې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته بې له خنډه د لاسرسي بشري حق پياوړی کوي. دويچه ويله اکاډمي په ټوله نړۍ کې خلک د دې جوګه کوي چې د باور وړ حقایقو او رغنده خبرو اترو پر بنسټ خپلواکې پریکړې وکړي.

 

DW Akademie  د آلمان د حکومت د Hannah Arendt Initiative (هانا ارینټ نوښت) شبکې د همکار په توګه د (آزادۍ لپاره فضا) پروژه پلي کوي. د دې نوښت له لارې، د بهرنیو چارو وزارت او د کلتور او رسنیو فدرالي کمیسار په بحراني سيمو کې او همدا په جلا وطنۍ کې ژورناليستان، د رسنيو کارکوونکي او د بيان د آزادۍ مدافعين ملاتړ کوي.

مهم يادښت:

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د روزنې د دې پروګرام برخه اخیستونکي د DW دري او پښتو څانکې کې په راتلونکي کې د دندې مستحق کيږي نه. برسېره پر دې، په دې پروګرام کې ګډون په آلمان کې د استوګنې د حق د ترلاسه کولو اساس نه برابروي.

د آلمان د بهرنیو چارو د فدرالي وزارت په ملاتړ