1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افریقا له پاره د آلمان د غدایې مصمئونیت پروژې

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

له کلونو راهیسې د هغو انسانانو په شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالی رامنځته کیږي چې له لوږې رنځ وړي. آلماني او افریقایې کارپوهانو د غذایې مصئونیت کچې د لوړلو له پاره له افریقایې بزګرانو سره ګډ کار پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3AcUE
Mosambik Landwirtschaft in Boane
انځور: Imago/Xinhua/L. Xiaopeng

په نړۍ کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم چې پنځه کلنۍ ته لا نه وي رسېدلی له لوږي مري. تر ټولو په لومړي قدم کې په آسیا، سویلي امریکا او افریقا کې وضعیت ډیر خراب دی. د لوږي لامل د نورو ترڅنګ شخړې، بی وزلي او اقليمي بدلونونه په ګوته کیږي.

شپږو آلماني- افریقایې تحقیقاتي پروژو پنځه کاله په پرله پسې ډول د لوږي د عواملو پر وړاندې مبارزه وکړه. دغه پروژې د آلمان د پرمختیایې چارو، تحصيل او تحقیقاتو د وزارتونو له خوا په لسونو میلیوني مرستو سره تمويلیږي. په دسمبر میاشت کې د کینیا په نایواشا کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې دغو کارپوهانو د خپلو څیړنو او کار پایلې اعلان کړې.

د ریلواد په نوم پروژه کې چې درو آلماني او شپږو افریقایې پوهنتونونو برخه اخیستې وه، د بیلګې په توګه وښودل شوه چې په ختیځو افریقایې هیوادونو کې ښځې څنګه کولی شي د کرهڼیزو محصولاتو د تولید د زیاتولو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

د کینیا په «یومو کینیاتا» پوهنتون کې داکتره بوکې ګالما، د ښځو له مختلفو ګروپونو سره په ګډه کار کړی دی. میرمن ګالما وایې: «ځوانې او زړې ښځې له ځان سره ډیره تجربه راوړي، کله چې موضوع په دودیز ډول د غوښې د کارولو پر سر وي. زه د دوی معلومات لیکم او له هغه کار سره یې چې موږ یې د خوراکي موادو د مصؤنیت او کیفیت په اړه په لابراتوار کې ترسره کوو سره سر ورکوم.» په دې برخه کې مهمه خبره دا ده چې دودیز او عنعنوي میتودونه له عصري او مودرنه معلوماتو سره یوځای کړای شي.

د ضایعیاتو مخه نیول

Lira Markt
ریلواد ښځو ته ور زده کوي چې څنګه کولی شي خوراکي موادو ته په اغیزمنه توګه بازار مونده وکړي.انځور: picture alliance/dpa/R.Harding

له مکیره پوهنتون څخه توم ویبسه، وایې ښځې غوښين محصولات همدارنګه کیچب، مرچ، سوپونه او نوشابه باب لګه شراب، چای او جوسونه تولیدوي: «موږ هڅه کوو چې د تولید پر مهال ضایعیات را کم کړو. د بیلګې په توګه په اوګاندا کې رومیان له ۲۰څخه تر ۴۰ فیصدو پورې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. ځکه د حاصل تر راټولولو وروسته پړاو یې په ناسمه توګه پر مخ وړل کیږي».

ریلواد ښځو ته ور زده کوي چې څنګه کیدای شي غوښه د اوږدې مودې له پاره وساتل شي او دا چې څنګه کولی شي خوراکي موادو ته په اغیزمنه توګه بازار مونده وکړي. په دې برخه کې داسې نندارتونونه جوړیږي چې بزګران له شرکتونو سره په ګډه اغیزمنې مشورې ترلاسه کوي. تومویبازه وایې چې اوږدمهاله هدف نړیوالو بازارونو ته د دغو تولیداتو د عرضه کولو تضمين ترلاسه کول دي.

په ښاري سیمو کې غدایې مصئونیت

په تمالي کې د پرمختیایې څیړنو له پوهنتون څخه پروفیسور ګیورګه نیارکو له خپل تحقیقاتي ډلې سره یوځای د ځمکې د حاصل خیزۍ د بهترولو له پاره کار کوي. همدارنګه دوی د ککړو یا چټلو اوبو د فلتر کولو له پاره له طبعي سکرو څخه د استفادې میتود ته پراختیا ورکړی دی او په دې توګه له امراضو او معضره موادو څخه پاکې اوبه ترلاسه کوي. شمالي ګانا د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

Äthiopien Bonga Kaffee Äthiopien 9
په دغو ټولو پروژو کې کارپوهان له بزګرانو سره په ګډه کار کوي او خپلې تجربې شریکوي.انځور: DW/J. Jeffrey

کوچني بڼونه

همدارنګه د تانزانیا ځنې سیمې د وچکالۍ له امله د غدایې مصئونیت د نشتوالي له ګواښ سره مخامخ دي. په دغو سیمو کې د وچکالۍ سره سره هڅه شوې چې له ښځو سره یوځای د کورنیو د اړتیا وړو سبزیجاتو د تولید له پاره کوچني بڼونه جوړ شي. په دغو کوچنیو بڼونو کې په وړو پلاستیکي کڅوړو کې چې د هوا له پاره په کښې سوري ښکل شوي دي له خاورو څخه ډکيږي او د قوریې په شکل ترې د کورنیو د اړتیا وړو کړهڼیزو تولیداتو له پاره استفاده کیږي.

په دغو ټولو پروژو کې کارپوهان له بزګرانو سره په ګډه کار کوي او خپلې تجربې شریکوي، څو په اوږدمهال کې د غذایې مصئونیت د تأمين له پاره یې اغیزمن ګامونه پورته کړې وي.