1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د اسيا او افريقا فوټبال له پاره زيری

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) پرېکړه کړې ده چي له ۲۰۲۶م کال څخه به د فوټبال په نړيوال جام کي به د لوبډلو شمېر ۴۸ وي. په دې سره به نو په دغو لوبو کي د اسيا او افريقا هيوادونو شمېر دوه برابره سي.

https://p.dw.com/p/2VZC1
FIFA Fußball WM 2014 Frankreich gegen Nigeria Stadion in Brasilia
انځور: picture-alliance/AP Photo

د فوټبال نړيوال فدراسيون شورا په څوريش کي پرېکړه کړې ده چي له ۲۰۲۶م کاله به د هغو لوبډلو شمېر چي د فوټبال په نړيوال جام کي لوبيږي له ۳۲ څخه ۴۸ ته لوړ سي.

تر اوسه پوري په ۸ گروپونو کي څلور څلور لوبډلي وې او تر دې وروسته به په ۱۶ گروپونو کي درې درې لوبډلي وي. په دې سره به نو په نړيوال جام کي د لوبو شمېر له ۶۴ څخه ۸۰ ته لوړ سي.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲م کلونو کي به د فوټبال نړيوال جام د پخوا په شان يعني ۳۲ لوبډلي پکښې ولوبيږي. د فوټبال لومړی نړيوال جام چي په ۱۹۳۰م کال کي جوړ سو هغه مهال پکښې د لوبډلو شمېر ۱۳ وو. خو وروسته وروسته بيا د لوبډلو شمېر زيات سو.

گټمنه پريکړه

د فيفا دغه پريکړه يوازي ورزشي تدابير نه دي. د فوټبال نړيوال فدراسيون هيله لري چي د فوټبال د نړیوالو لوبو په ډېرښت سره به ئې عايد يو ميليارد ډالره زیات سي. د يادولو وړ ده چي په ۲۰۱۸م کال کي د فوټبال د نړيوال جام عايد چي په روسيه کي ترسره کيږي ۵،۵ ميليارده ډالره اټکل سوی دئ.

د فيفا د پريکړي پر اساس به د فوټبال په نړيوال جام کي د افريقا او اسيا هيوادونو شمېر زيات سي. اوس د فوټبال نړيوال جام ته له اسیا او افرايقا څخه يوازي ۴ يا ۵ لوبډلي لاري مومي. په دغو سياليو کي تر ټولو ډېر لوبډلي د اروپا وي چي شمېر ئې ۱۳ ته رسيږي.

د اوسنۍ پريکړي له مخي په راتلونکې کي به د فوټبال په نړيوال جام کي له اسيا او افريقا څخه ۹ يا ۱۰ لوبډلي گډون وکړي.

نور مطالب: