1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته د داعش له ستنیدونکو غړو څخه دې یې ماشومان بیل سي»

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

د اسلام آلماني عالم او لیکوال احمد منصور، د دې پلوي دی چي د داعش له راستنیدونکو غړو څخه دي د هغوی اولادونه په موقت ډول جلا سي. هغه ویلي چي دغه ماشومان خراب رواني حالت لري او د خپلو والدینو مفکورې ژر منلی سي.

https://p.dw.com/p/3Tp0Y
Syrien Befreiung IS-Gebiete Frauen
انځور: AFP/D. Souleiman

د اسلامي چارو کارپوه او لیکوال احمد منصور، دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۲۷مه نیټه) په «کولنر شتات انڅایګر» ورځپاڼې کي د هغه په خپرې سوې تبصره کي کړي دي. 

په خبره یې تر موقت جلا کیدو وروسته باید دا وڅیړل سي چي بیرته کورنۍ ته د ماشومانو سپارل د هغوی پر انکشاف او معالجې باندي څومره مثبته یا منفي اغیز کوي.

د اسلام دغه عالم د داعش ډلې په پلوي پروپاګند او دې ډلې ته د غړو په جلبولو کي د ښځو د نقش په اړه خبرداری ورکوي. هغه ویلي دي چې دا د ښځو د هغه استقامت څخه معلومیږي، چي غواړي خپله ایډیالوژي ډیر وخت بیا هم خپلو اولادونو ته ورانتقال کړي.

Ahmad Mansour in Berlin bei der Veranstaltung Die Radikalisierung Jugendlicher in Deutschland und Europa
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د منصور په خبره له افراطیت څخه د داعش د پخوانیو راستنیدونکو غړو د فاصلې نیولو په خاطر باید هدفمند او مشخص پروگرامونه جوړ سي. هغه ټینګار کړی دی چي دغه «پروگرمونه باید په ډیر ماهرانه ډول جوړ سي او مختلفي ادارې په گډه پرې سره کار وکړي ترڅو هغوی وکړای سي د راستنیدونکو سره د رواني لحاظه ملتیا وکړي، د افراطي کیدو عوامل یې وپيژني، په ښه وجهه یې انعکاس کړي او مجرمینو ته د دې موقع ورکړي، چي د سوال او جواب له لاری د خپلي ایډیالوژي څخه جلا سي او له خپلو اعمالو څخه فاصله ونیسي».