1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او فلسطین تر منځ پلان شوې غونډه وځنډیده

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د اسرائیلي او فلسطیني مرکچیانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په هکله د چهارشنبې په ورځ پلان شوې غونډه وځنډیده. د یوه چارواکي په وینا د دوشنبې په ورځ د یوه اسرائیلي پولیس تر وژل کیدو وروسته دغه غونډه ځنډول شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Bjjz
انځور: picture-alliance/dpa

یوه اسرائیلي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي: «هغه غونډه چې د نن شپې (د چهارشنبې شپه) د اسرائيلي او فلسطیني مرکچیانو تر منځ پلان شوې وه، نه تر سره کیږي. هغه اوس ځنډول شوې ده.»

نوموړي چارواکې د پریکړې د جزئیاتو په اړه د ډیرو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ادعا یې وکړه چې د دوشنبې په ورځ د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پولیس وژل کیدل «د فلسطین په رسمي تعلیمي نصاب او رسنیو کې د ترهگرۍ د لمانځنې مستقیمه پایله ده».

د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو د استخباراتې څانگې یو لوړپوړی افسر باروخ میزراهي، هغه وخت په ډزو ووژل شو چې له هیرون څخه د باندې د «ادهنا» په سویل لویدیځ کې له خپل کورنۍ سره روان وو. د اسرائیل پوځ اوس د برید کوونکي ناپیژندل شوي وسلوال کس په لټه کې دی.

د اسرائيلو او فلسطین مرکچیانو د چهارشنبې د ورځې (د ۲۰۱۴م کال د اپریل ۱۶مه) له پاره یوه لیدنه کتنه پلان کړې وه. هغوی غوښتل چې په دې هکله خبرې اترې وکړي چې له نهو میاشتو څخه د سولې په هکله روانې خبرې اتري چې وروستۍ نیټه یې د اپریل میاشتې ۲۹ ده، څرنگه نورې هم وغځوي.

تر دې د مخه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي ویلي وو، چې مرکچیان غواړي سره وویني او د دې هڅه وکړي چې د اپریل میاشتې تر ۲۹ نیټې وروسته د څو نورو میاشتې له پاره د خبرو اترو د اوږدولو له پاره کومه لاره چاره شته او که نه.

حد اقل هدف

په اصل کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، پیشبیني کړې وه چې د اپریل میاشتې تر ۲۹مې نیټې پورې به د سولې پر یو تړون چې د دوو جلا هیوادونو د رامنځ ته کیدو یو حل پکښې شامل وي، توافق رامنځ ته شي. کیري د تیر کال د دوبي راهیسي د دواړو اړخونو تر منځ د منځگړي په توگه څو ځله دغه سیمې ته سفرونه وکړل، خو دغو هڅو کومه د پام وړ لاس ته راوړنه نه لرله. له تیرو څو اوونیو راهیسې جان کیري، اوس په دې هڅه کې دی چې د کړکیچ د دواړو اړخونو تر منځ لږ تر لږه د خبرو اترو اړیکه قطع نه شي.

د روان میلادي کال په پای کې خبرې اترې وروسته له هغې له سخت کړکیچ سره مخامخ شوې، چې فلسطینیانو نه غوښتل د اپریل د میاشتې وروسته ځان د خبرو اترو ادامې ته مکلف وگڼي. اسرائيلو د هغو فلسطینیانو چې په سختو جنگي تورونو محکوم شوي ول، د آزادیدو ژمنه پوره نه کړه او په ختیځ بیت المقدس کې یې د نوو استوگنځایونو د جوړولو پریکړه اعلان کړه. پر دې سربیره فلسطین په ۱۵ نړیوالو کنویسیونو کې د شاملیدو غوښتنلیکونه واستول، تر څو له دې لارې د امریکا متحده ایالاتو او فلسطین له مقاومت سره سره، نړیوال رسمیت تر لاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب