1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسامه د وژلو په اړه غلط معلومات خپاره شوي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې سپني ماڼۍ د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه غلط معلومات خپاره کړي ول او دا چې پاکستاني چارواکي د عملیاتو په اړه خبر ول.

https://p.dw.com/p/1FO5n
Osama Bin Laden Porträt
انځور: picture-alliance/dpa

پخواني څېړونکي خبريال سیمور هیرش په خپله نوې مقاله کې د سپيني ماڼۍ له خوا د القاعدې د ترهګري ډلي د مشر اسامه بن لادن، د وژلو عملیاتو په اړه خپاره شوي تحقیقات ناسم بللي دي.

هغه په خپله اوږده مقاله کې ادعا کړې ده چې د پاکستان استخباراتي سازمان لوړ پوړي چارواکي خبر ول چې د اسامه د وژل کیدو له پاره امریکا متحد ایالات عملیات کوي.

هغه دغه ادعاوې د پاکستان د استخباراتي سازمان له یوه لوړپوړي متقاعد چارواکي سره د خبرو پر اساس کړي دي.

هيرش ویلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو د اسامه د پټنځای په اړه معلومات د پاکستان د استخباراتي سازمان له یوه بل لوړپوړي چارواکي څخه ترلاسه کړي ول. ويل شوي دي چې دغه چارواکي د اسامه په اړه معلومات په ۲۵ میلیونو ډالرو پلورلي دي.

دغه پاکستاني چارواکي دغه راز غوښتي ول چې د معلوماتو تر ورکولو وروسته دي واشنګټن ته ولیږدول شي.

هغو پاکستاني چارواکو چې د امریکا متحدو ایالاتو له عملیاتو خبرو وو، ځان په دې خبره ډاډه کړی وو چې د پاکستان فضا ته د امریکایي څرخۍ الوتکو په ننوتو سره به کومه ستونزه رامنځ ته نه شي. په دغو الوتکو کې هغه کوماندو ځواکونه لیږدول کیږي چې د اسامه بن لادن د وژلو ماموریت یې پر غاړه لاره.

په مقاله کې د یوه پاکستاني چارواکي په حواله چې د دې هیواد له استخباراتي سازمان سره نزدې اړیکې لري، ویل شوي دي: «دا کار باید شوی وای. نه یوازي د شخصي ګټې له پاره، بلکي د دې له پاره چې که دا کار نه وای شوای نو د امریکا ټولي مرستې بندیدې.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «معامله داسې وه چې [د اسامه د وژل کیدو په بدل کې] نه یوازي دا چې پر پاکستان باندې د امریکا مرستي نه بندیدې، بلکي د استخباراتي سازمان مشر احمد شجاع پاشا، ته ویل شوي ول چې دې سازمان ته به نوري امریکایي مرستې هم ورکړل شي.»

په رپوت کې راغلي دي چې بن لادن له ۲۰۰۶م کاله په ایبټ آباد کې د پاکستان په بند کې وو. یوې سرچینې ویلي دي چې په ۲۰۱۱م کال کې د هغه روغتیایي وضعیت دومره خراب شوی وو چې نور نو یې خپل ارزښت له لاسه ورکاوه.

په۱۹۹۰م کلونو کې د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر اسد دراني، په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې د دې امکان چې پاکستان دې د اسامه د اوسیدو په ځای د هغه تر وژل کیدو مخکې خبر ول، موجود دی. هغه ویلي ول: «که تاسو د اسامه بن لادن په څیر یو څوک په خپل اختیار کي ولرئ، نو هغه همداسې امریکا متحدو ایالاتو ته نه تسلیموئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا رسمي سرچیني وایي چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په عملیاتو، پاکستاني چارواکي خبر نه ول. پاکستان هم دا خبره چې دوی د بن لادن د اوسیدو په ځای خبر ول، نه مني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب