1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن ساتونکی له جرمني څخه نه اخراجيږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د القاعدې شبکې د وژل سوي مشر اسامه بن لادن ساتونکی چي په جرمني کي د يوه «خطرناکه» کس په توگه درجه بندي سوی هم دی، چارواکي نه سي کولای هغه تونس ته اخراج کړي، ځکه چي هغه په خپل هيواد کي د شکنجې له خطر سره مخامخ دئ.

https://p.dw.com/p/2weCI
Salafist Sami A.
انځور: Matthias Graben/WAZ

د جرمني چارواکي اوس هم نه سي کولای سميع ا. چي د القاعده شبکې د وژل سوي مشر اسامه بن لادن ساتونکی وو او د دغه هيواد په بوخوم ښار کي ژوند کوي، خپل پلرني هيواد تونس ته اخراج کړي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي دغه کس د تروريستي سابقې په دليل په دغه هيواد کي د يوه «خطرناکه» کس په توگه درجه بندي سوی دئ او هيڅ بل هيواد هم اماده نه دی چي هغه قبول کړي.

د جرمني د نورد راين ويستفالن ايالت د مهاجرو د چارو وزارت د يوه ديپلوماتيک حل په لټه کي دئ.

د دغه ايالت حکومت د ښی اړخي گوند «د آلمان له پاره بديل» د دوو غړو د غوښتني په جواب کي ويلي دي چي د اسامه بن لادن د پخواني ساتونکي د اخراج په برخه کي ممانعت موجود دئ. هغوی په دې برخه کي د ۲۰۱۷م کال د مونستر ښار د محکمې پريکړي ته اشاره کړې ده.

په دغه پريکړه کي راغلي ول چي «که دغه ۴۲کلن بيرته ته نوس ته ولېږل سي، نو په قوی احتمال سره به له زياتي شکنجې او غير انساني کړه وړه سره مخامخ سي.»

سميع له خپلي ماينې او کوچنيانو سره د جرمني په بوخوم ښار کي ژوند کوي او د گلزن کيرښن محکمې مخکي لا ويلي ول چي د هغه کورنۍ آلمانی تابعيت لري. خپله سميع بايد هره ورځ پوليسو ته ځان وښيي. د نورد راين ويستفالن ايالت د مهاجرو چارو وزارت ويلي دي چي سميع د پناه غوښتني د قانون له مخي د مياشتي ۱۱۶۸ يورو ترلاسه کوي.

د آلمان ستري محکمې په ۲۰۱۵م کال کي ويلي ول، چي دا خبره ثابته سوې ده چي سميع د ۱۹۹۹م او ۲۰۰۰م کال په لومړيوو کي د القاعدي تروريستي شبکې ملاتړ کړی وو. په دې اساس نو هغه په افغانستان کي د القاعدې په یوه پوځي اډه کي روزل سوی وو. هغه يو څه وخت د يادي تروريستي شبکې د وژل سوي مشر اسامه بن لادن ساتونکی وو.

بن لادن په ۲۰۱۱م کال کي د پاکستان په ايبټ آباد کي د امريکا د قوماندويي ځواک په عملياتو کي ووژل سو.

خو سميع دغه تورنه ردوي او ادعا کوي چي هغه په دغه وخت کي د پاکستان د کراچي ښار په يوه مدرسه کي ديني زده کړي پای ته رسولي دي.

dpa/hm/NZ